طالبانو په فراه کې ۲۱ افغان ځواکونه وژلي او ۱۱ یې ژوندي وړي

د فراه ولایتي شورا غړی ګل‌احمد فقیري وايي، طالبانو بېګا شپه پشت‌رود ولسوالۍ کې د افغان ملي‌اردو په یوې اډې ډله‌ییز برید کړی چې له څو ساعته نښتې وروسته ۲۱ افغان ځواکونه په‌کې وژل شوي او ۱۱ نور ژوندي نیول شوي‌دي.

طالبانو د دې پوځي اډې ټول تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.

خو د فراه امنیې قوماندانۍ ویاند محب‌الله محب وايي، ۱۰ افغان ځواکونه وژل شوي، ۵ ټپیان دي او د طالب قوماندان حافظ‌ سید احمد په ګډون ۵ وسله‌وال هم وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

د فراه امنیې قوماندانۍ ویاند همدارنګه وايي، د پوځ، کومانډو او پولیس ځواکونه سیمې ته رسېدلي چې د نیول شویو ۵ سرتېرو خوشې کولو له‌پاره عملیات هم پیل شوي‌دي.

هغه وویل، دې پېښې سره یو وخت کې بالابلوک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۶ وسله‌وال وژل شوي او ۸ ټپیان دي.

طالبانو هم یوې په یوې خبرپاڼې کې دغه برید تایید کړی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام