«لویه جرګه د وخت ضایع‌کول او سیاسي لوبه ده»

د سولې خبرو اترو په تړاو د افغانستان د دیموکراتو او پرمختګ غوښتونکیو ملي ګوندونو او سازمانونو په نوم د نوي ایتلاف د اعلان غونډې ته د دې ایتلاف غړي نورالحق علومي وویل، اړتیا وه چې د قطر غونډې د ګډونوالو او د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه هغو کسانو سره سلا ـ مشورې شوې‌وی چې د ولس استازولي کولی شي.

ښاغلی علومي د افغان‌حکومت له لوري د سولې مشورتي لویه جرګه د وخت ضایع‌کول او سیاسي لوبه بولي او نیوکه کوي چې حکومت دوی او نورو ګوندونو سره مشورې نه‌دي کړي او دولتي چارواکي تل په طالبانو او جهادي مشرانو بسنه کوي.

ښاغلي علومي وویل، د دوی ایتلاف به ـ چې لس ګوندونه او یو سازمان یې غړیتوب لري ـ د سولې مشورتي لویه جرګه او د قطر غونډې کې هغه مهال ګډون وکړي چې د ملي ګټو له‌پاره وي.

په همدې حال کې د سولې خبرو اترو په تړاو د ملي دیموکراتو او پرمختګ غوښتونکیو احزابو او سیاسي سازمانونو ایتلاف خبرپاڼې کې راغلي، کومې خبرې چې د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ پرمخ ځي، دوی یې ملاتړ کوي.

خبرپاڼې کې ویل شوي، د جګړې ښکېلو خواوو ترمنځ بین‌الافغاني خبرو اترو او د سولې خبرو په اړه یوې اجماع ته اړتیا ده.

دا څرګندونې داسې حال کې کېږي چې د اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په ګډون د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو او یو شمېر وتلو افغان سیاستوالو هم د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه له دوی سره د نه مشورې کولو په دلیل، دې جرګه کې د نه ګډون اعلان کړی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام