.jpg)
سمیرا: زیاتره همزولې مې په کمعمر کې میاشتېنۍ ناروغې شوې. زه یوازېنۍ هغه وم چې تر شپاړسنیم کلنۍ پورې مې میاشتېنۍ ناروغي نه درلوده.
ځینې وخت به مې د وجود کړنه عادي نه وه اندېښمنېدم. خو په کمعمر کې د میاشتېنۍ ناروغۍ نه لرل خپلې ګټې لري؛ کله چې په ښوونځي کې د کوتیکس په اړه تبلیغ کېدو او وېشل کېده تقریبا د میاشتېنۍ ناروغۍ په ټولو علایمو پوهېدمه.
سره له دې چې دغه ټول اطلاعات مې لرل، کله چې میاشتېنۍ ناروغي راباندې راغله فکر مې کولو چې کوم ځای مې ټپي شوی دی. له میاشتېنۍ ناروغۍ دوه ورځې مخکې لوېدلې وم؛ دې پېښې مې اندېښنه زیاته کړې وه.
د میاشتېنۍ ناروغۍ کومې ستاینې چې ملګرو مې کړې وې لکه د زړه بدوالی، د ملادرد او د سردروندوالی داسې کوم څه مې نه احساسول. له همدې وجې مې خپله ستونزه دوه ورځې له مور څخه پټه ساتلې وه.
دوه ورځې تېرې شوې او وینه مې زیاته شوه؛ د کالیو یوه برخه کې رانه لنده شوه. بلاخره مشرې خور ته مې وویل، ویې خندل راته یې کړه:«لېونۍ دا میاشتېنۍ ناروغي ده؛ ټپي شوې نه یې.»
پلار مې چې له دې مسایلو ناخبره وه، د تل په څېر به یې مجبورولم چې لمونځ ادا کړم. د روژې په میاشت کې به یې پېشلمي ته راپورته کولم. مور مې کراکرا پلار وپوهولو؛ بیا یې د میاشتېنۍ ناروغۍ پرمهال د روژې او لمانځ لهپاره سپارښتنه نه کوله.





