
د افغانستان د بهرنیو چارو وزات سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي نن له خپلې دندې استعفا ورکړه.
ښاغلي کرزي پهخپل استعفا لیک کې لیکلي چې د بهرني سیاست د فعالولو او بریالیتوب زیاتې هڅې يې وکړې؛ خو په حکومت کې د نظرونو ژور توپیر یې د کار زمینه محدوده کړېده.

ده زیاته کړې چې په حکومت کې نور خپل موجودیت د خلکو له اساسي حقوقو څخه د دفاع لهپاره اغېزمن نه ویني؛ ځکه خو استعفا کوي.
حکمت خلیل کرزی له ۴ کالو راهیسې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال و او د دې وزارت کلیدي چارواکی ګڼل کېد.





