فرانسه ۱۲ کاله وروسته د فوټبال نړۍوال جام پای‌لوبې ته ورسېده

د فرانسې فوټبال ملي لوبډلې بیګا پیاوړې بلجیمۍ فوټبال ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره یو ځل بیا د فوټبال نړۍوال جام ګټلو چانس ژوندی وساتلو.

د فرانسې او بلجیم فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د سږکال ۲۱م پړاو فوټبال نړۍوال جام پای‌لوبه بېګا په روسیې کې وشوه چې لومړۍ نیمایي یې پرته له کوم ګوله مساوي پای ته ورسوه؛ خو دویمه نیمایي د فرانسې په ګټه وه.

فرانسې لوبډلې په دویمه نیمایي او ۵۱مه دقیقه کې د سمویل اومټيټي د پرېکړه‌کوونکي ګول په‌واسطه ۱ د صفر ګول پر وړاندې بلجیم ته ماتې ورکړه او د ۲۰۰۶ کال وروسته یو ځل بیا د فوټبال نړۍوال جام فاینل ته ورسېدله.

فرانسې په‌دې سره یو ځل بیا چانس پیدا کړ چې د ۱۹۹۸ کال وروسته یو ځل بیا د فوټبال په نړۍ پاچاهي پیل کړي او د دویم ځل له‌پاره د سږ کال فوټبال نړۍوال جام تاج په سر کړي.

د بلجیم لوبډله ۵ ځلې اتلې برازیلۍ هغې ته او فرانسې یوراګوایي ته په ماتې ورکولو سره د بېګاني سیمي فاینل پړاو ته رسېدلی وې.

د وروستي ځل له‌پاره فرانسې فوټبال ملي لوبډلې ۲۰ کاله مخکې په ۱۹۹۸ کال کې په‌خپل کوربتوب پاریس کې برازیل ته ۳ د صفر ګول پر وړاندې په ماتې ورکولو سره لومړۍ او یوازینۍ اتلولي ترلاسه کړې‌وه.

دغه راز بلجیم چې د لومړۍ نړۍوالی اتلولۍ ګټلو له‌پاره یې په سږني فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې تاریخي لوبې وکړې؛ اوس به د انګلستان او کروشیا ترمنځ د دویمي نیمه پای‌لوبې له بایلونکې لوبډلې سره د درېیم مقام ترلاسه کولو له‌پاره سیالۍ وکړي.

بلجیم له ۱۹۳۰ کال راهیسې د فوټبال په نړۍوال جام سیالیو کې لوبېږي چې د مکسیکو په کوربتوب یې په ۱۹۸۶ کال فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې تر ټولو لوړ ۴م مقام ترلاسه کړی‌و.

ټاکل شوې‌‌ده، په روانو ۲۱م پړاو فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې به نن د انګلستان او کروشیا فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ یوه لوبډله د جولای په ۱۵مه نېټه پلان شوي فاینل سیالۍ له‌پاره د فرانسوۍ لوبډلې د سیالې په توګه په ډاګه شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام