په افغانستان کې هره میاشت د ماین چاودنې ۱۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اړوي

نن په کابل کې د ماین پوهاوي نړېواله ورځ ولمانځل شوه، چې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت چارواکو هم په‌کې ګډون کړی و.

دوی وویل، چې په افغانستان کې د جګړې دوام او نا امنیو زیاتوالی ددې لامل شوی، چې اوس هم لسګونه هېوادوال د سړک غاړې د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې وژل کیږي او یاهم د بدن غړي له لاسه ورکوي.

که څه هم دغه ورځ هر کال د اپريل میاشتې په ۴مه نمانځل کيږي، خو بیړنیو پیښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت او د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ خدمتونو دفتر د دوشنبې په ورځ (اپریل ۱۰مه) د ماین په اړه پوهاوي او ماین پاکۍ نړیواله ورځ په کابل کې ونمانځله.

د دولت وزیر ویس احمد برمک په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو په چاودونو کې د قربانیانو شمیر زړه بوږنونکی بولي او وايي، چې د جګړو د دوام له امله د افغانستان زیات شمیر سیمې په ماینونو او ناچاودو توکو فرش شوې.

د برمک پروینا، د ماین چاودنو د قربانیانو شمیر له ۲۰۱۱ کال راهیسې مخ پر زیاتیدو دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د دوی د ثبت شویو شمېرو له‌مخې په ۲۰۱۶ کال کې هره میاشت په منځني ډول ۱۴۲ افغانانو ژوند له لاسه ورکړی او یاهم معلول شوي.

برمک زیاته کړه، له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې هره میاشت د تلفاتو شمیر ۳۶ کسان وو، خو د جګړو او نا امنیو له زیاتیدو سره دغه شمیر هم زیات شوی دی.

د هغه پر خبره، د هیواد ۱۷ ولایتونو کې د دوی لومړنۍ څیړنې ښيي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ کیلومټره ځمکه ماینونو او ناچاوده توکي لري او دا د پاکولو په موخه جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

همدارنګه بیړنیو پیښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت د ماین پاکونې او همغږۍ د انسجام رییس محمد شفیق یوسفي، لږه بودیجه او نا امني د ماین پر وړاندې اساسي ستونزې بولي.

بیړنیو پیښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت چارواکي ادعا کوي، چې پخوا د ماین پاکۍ پروګرام ۱۴ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وه، خو اوس د بودیجي کموالی ددې سبب شوی چې دغه شمیر ۹ زرو کسانو ته راټیټ شي .

له بل لوري، په افغانستان کې د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي مرستیال "توبي لنزر" د ماین پاکۍ په برخه کې د ملي او نړیوالو کارکوونکو ۲۷ کلن خدمت د ستاینې وړ بولي او ډاډ ورکوي، چې ملګري ملتونه په ټولو امکاناتو له افغان حکومت سره په‌دې برخه کې مرسته کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام