
طالبانو د نن سهار یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په پنځو کلونو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو په تړاو د نیویارکټایمز ورځپاڼې راپور رد کړ او دا یې د سولې پر وړاندې منفي تبلیغات کڼلي دي.
نیویارکټایمز ورځپاڼه پرون ناوخته ویلي وو چې په قطر کې د طالبانو او امریکا د خبرو یوه مهمه طرحه په پنځو کلونو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونه وتل دي.
د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي، د مذاکراتو په روانو غونډو کې نه د موقت حکومت د رامنځته کېدو، نه د ټاکنو او نه هم په پنځو کلونو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې شوېدي.
نیویارکټایمز ورځپاڼې قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ له خبرو بیا پیلېدو یوه ورځ مخکې ویلي، دا طرحه د امریکا دفاع وزارت برابره کړې او له مخې یې نور نړۍوال ځواکونه له امریکايي پوځ سره په یو وخت له افغان جګړې ستنېږي.
ویل کېږي د سیاسي پرېکړو مرکزونو سره د همغږۍ لهپاره دا خبرې ځنډول شوېدي.
هاخوا زلمي خلیلزاد قطر کې د طالبانو استازو سره درې ورځنۍ خبرې ګټورې بللي.
طالب ویاند ذبیحالله مجاهد پرون د خبرو د دوه ورځني ځنډ په تړاو په خپرې کړې خبرپاڼې کې د طالبانو د سیاسي مرستیال له خولې لیکلی وو چې له امریکايي استازیو سره یې په درې ورځنۍ غونډې کې د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د وتلو د څرنګوالي تر څنګ په راتلونکي افغانستان خبرې کړېوې.





