.jpg)
نجیبالله په هلمند کې تر څوو کلونو ژوند وروسته، د سختو اقتصادي ستونزو له کبله د کارموندنې په موخه پاکستان ته د تګ پرېکړه کوي او په قاچاقي پسې سرګردانه ګرځي چې په دې لړ کې یو قاچاقي سره مخېږي او له هېواده ورسره د وتلو په اړه هوکړه کوي.
قاچاقي له نجیبالله نه خپل مزد غواړي او نوموړی هم ـ هغه پیسې چې په سختۍ یې پیدا کړي ـ ورکوي او پاکستان ته خوځېږي. لاهور ته پر لاره له ځېنو ستونزو سره مخېږي. د پاکستان په خاوره کې د پولیسو هرې پوستې او قرارګاه ته په رسېدو اړ وي چې د ځان خلاصون لهپاره پیسې ورکړي. د نوموړي په یونا، بیا یې هم د پوستو مسوولان د بدچلن ترڅنګ، ځوروي.
که څه هم قاچاقي له نجیبالله سره ژمنه کړېوه چې لاهور ته له رسېدو سره سم به په یوه کارخونه کې کار پیدا کوي؛ خو قاچاقي پهخپله مخه تللی او نجیبالله یوه میاشت د ښار په کوڅو کې سرګردانه دی. قاچاقبر نور نهشته او نجیبالله هم ورځ د کارموندنې په نیت تېروي او شپې هم په پارکونو او سړکونو کې سبا کوي.
.jpg)
نجیبالله هر سهار لمرخاته سره د کارموندلو په موخه په هوټلونو ګرځي چې یوه ورځ په یوه هوټل کې ورته کار پیداکېږي او له هوټلي سره د میاشتې په ۳۰۰۰ کلدارو مزدورېږي. کله چې نجیبالله میاشت پوره کېږي؛ د هوټل له مالک نه خپل معاش غواړي؛ هغه یې نه ورکوي. نجیبالله په هوټل کې خپل کار ته دوام ورکوي او یوه ورځ هوټلي تر ډېرو زاریو او د نوموړي له څوو میاشتو کار وروسته، یوازې د یوې میاشتې معاش ورکوي.
څه موده وروسته د پاکستانيو پولیسو پام نجیبالله ته را اوړي. نوموړی پیدا کوي او نیسیي یې. پولیس یې سملاسي او له کوم جرمي تور پرته بندي کوي.
نجیبالله چې د کارموندلو لهپاره پاکستان ته تللی و؛ یوازې له یوې خالي کیسې او نارام ذهن سره خپل هېواد ته راستنېږي او نور د سفر نوم نهاخلي.
نوموړی چې څو میاشتې کېږي، بېرته هلمند ته راغلی؛ وايي، که په زیار ټولې کړې پیسې یې قاچاقي ته نه وای ورکړی، خپل کار یې نه وای پرېښی او د قاچاقي په خبرو نه وای غولېدلی؛ اوس به یې ښه ژوند لرلی.
.jpg)
خو پوښتنه دا ده چې نوموړی اوس بېرته هېواد ته راستون شوی، ایا د اوسېدو ځای لري؟ ایا دولت یا کوم نړۍوال بنسټ به یې ملاتړ وکړي، کهنه؟
د هلمند ولایت د بېرته راستنېدونکیو برخې آمر سیدمحمد رامین، هېواد ته بېرته راستنېدونکیو کډوالو ته د رسېدو په اړه وايي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو ریاست له نړۍوالو بنسټونو سره قرارداد لري چې کډوال هېواد ته تر راستنېدو وروسته په بېړنیو حالاتو او اوسېدو ځای ترلاسه کولو په برخه کې د دې ریاست له مرستو ګټه واخلي.
د نوموړي په وینا، له هغو راستانه شویو کډوالو سره مالي مرستې کېږي چې اسناد نهلري یا هم په جبر هېواد ته را لېږل شوي او وزګاره دي چې ځانته کار پیدا کړي.
په هر صورت، د نجیبالله سرنوشت د زرګونو کډوالو د تقدیر ښکارندويي کوي چې اوس هم په نورو هېوادونو کې سرګردانې شپې ورځې تېروي.





