
د افغانستاننوین په نوم د ودانیزو شرکتونو ټولنې ځېنو سرلارو ـ چې کفنونه یې اغوستي وو ـ نن رسنیو ته وویل، له څلور ورځو راهیسې یې د کورنیو چارو وزارت د ودانیزو چاورو ریاست مخې ته د اعتراض خېمه درولي؛ خو چا یې د اعتراض لامل لا نهدی پوښتلی.
د ودانیزو شرکتونو ټولنې له ګواښه ډک پرېکړهلیک کې وايي، که د راروانې یکشنبې ورځې د (زمري تر ۷مې) نېټې پورې یې غږ وانهورېدل شي؛ د شرکتونو ټول کفناغوستي مسوولان به د دارالامان سړک باندې په ځانونو تېل واړوي او ځانونو ته به اور واچوي.
د دې ټولنې مشر داود توتاخېل وایي، له پنځو کالو راهیسې له ۲۰۰ ډېرو د ودانیزو شرکتونو د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کورنیوچارو وزارت ودانیزې پروژې پلي کړېدي؛ خو پیسې یې ـ چې له ۷ ملیاردو ډېرې افغانۍ کېږي ـ نهدي ورکړي.

دغه راز د افغانستاننوین ودانیزو شرکتونو ټولنې مرستیال عنایت الکوزی وایي، که په ځانسوځونې هم د دوی موضوع حل نهشوه؛ د ارګ او کورنیوچارو وزارت تر څنګ به د ټولو ولایتونو د امنیې قوماندانیو مخو ته د اعتراض خېمې ووهي.
هاخوا بیا د کورنیوچارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي چې دې ودانیزو شرکتونو ۳۲۰ پروژې تطبیق کړي چې د یو ټاکل شوي کمېسیون له څېړنو وروسته به پیسې ورکړل شي.
ښاغلي دانش زیاته کړه، د وزارت اړوندو ادارو ته امر شوی چې د ودانيزو شرکتونو د مسوولانو غوښتنې او وړاندیزونه واوري او له هغو سره سم اقدام وکړي.





