کونړ کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړو ګڼې کورنۍ بې‌ځایه کړي

د کونړ په چپې‌درې، نورګل، ماڼوګي او ځېنو نورو ولسوالیو کې له شاوخوا ۴ورځو راهېسې د داعش او طالبانو ترمنځ په وقفه‌يي ډول جګړې روانې دي چې دواړو لوریو ته په‌کې مرګ‌ژوبله هم اوښتې‌ دي.

د دې جګړو له امله ګڼې  کورنۍ د ماڼوګي ولسوالۍ امن سیمو او د ولایت مرکز اسعداباد ته کډه شوې‌دي.

د کونړ ولایت مقام ته د مرستې ترلاسه کولو له‌پاره ورغلي بې‌ځایه شوي کډوال وايي، چپې‌درې ولسوالۍ کې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د داعش او طالبانو تر منځ د جګړو له امله حالت ګواښوونکی دی.

دوه بې‌ځایه شوي چې نه غواړي نومونه یې خپاره شي وايي، له چپې‌درې ولسوالۍ تر اوسه څه باندې ۲سوه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړې شوي؛ خو تر اوسه ورسره چا مرسته نه‌ده کړې

دوی وايي، که حکومت چپه‌دره کې د داعش او طالبانو پر ضد عملیات ونه‌کړي؛ نو زیان به یې د حکومت ترڅنګ  ولسي خلکو ته ډېر وي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال سلام وطندار سره په مرکه کې وویل چې په‌دې جګړو کې تر اوسه ۲۵ داعش او ۴ طالبان  وژل شوي‌دي.

ښاغلي میزکوال ومنله چې د دې ولایت له جګړه ځپلو سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې‌دي.

د کونړ والي وایي چې داعش او طالب وسله‌وال د چپې‌درې د ځېنو سیمو د نیولو په نیت خپل‌منځي جګړې کوي؛ خو حکومت دلته د  دواړو وسله‌والو ډلو د ځپنې له‌پاره عملیات پلان کړي او ژر به پیل شي.

د والي د معلوماتو له‌مخې داعش ډلې د دې جګړې له‌پاره له نورو ولایتونو هم خپل کسان ورغوښتي.

د داعش او طالبانو ترمنځ جګړو کې تراوسه د ولسي خلکو مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

د چارواکیو په وینا، اوس‌مهال د کونړ په نورګل، څوکۍ، وټه‌پور، ماڼوګي، چپې‌درې او شیګل ولسوالیو کې داعش ډله فعالیت کوي.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام