په سرپل کې یو نوماند د خپل پلار په زور په مخکښانو کې راغلی

هغه اسناد چې سلام‌وطندار ته رسېدلي ښیي چې د سرپل یوه نامسووله وسله‌وال حاجي رحیم چې ولسي جرګې ته د نوماند اسدالله ایوبي پلار دی، د خپلو وسله‌والو ډلو او زور په وسیله په څو ټاکنیزو مرکزونو کې د رایو صندوقونه د زوی په ګټه ډک کړي او دغه راز خلک یې هم اړ کړي چې زوی ته یې رایې وکاروي.

د سرپل د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمېسیون د دې قضیې په اړه په یوې پرېکړې کې چې د ۱۳۹۷ کال د ۸مې میاشتې په ۲۹مه صادره شوې، لیکل شوي چې دغه کمېسیون د هغو شواهدو او اسنادو تر څېړلو وروسته چې د تکزار دویم نمبر نجونو لېسې، د تکزاز شهرکهنه متوسطې، خواجه سرخ او شبوکند مسجد کې د حاجي رحیم‌الله د ټاکنیزو تخطیو او جرمونو په اړه چې د خپل زوی داکتر اسدالله ایوبي په ګټه یې کړي وو، روښانه شوه چې د ټاکنو سري‌والی او مستقیم‌والی یې له پوښتنې سره مخ کړی او همدا لامل و چې دغه کمېسیون د نافذه قوانینو له مخې په یادو مرکزونو کې د نوموړي رایې باطلې اعلان کړې.

دغه راز د سرپل د ټاکنیزو شکایتونو د ولایتي کمېسیون په یوه بله مصوبه کې چې د ۱۳۹۷ کال د ۹مې په لومړۍ نېټه جوړه شوې، لیکل شوي چې کمېسیون ورته د رسېدلو اسنادو له مخې، د ۱۳۹۷ کال د ۸مې میاشتې په ۱۱مه نېټه د توپ‌خانې مرکز رایې قرنطین کړې وې، خو تر هغې څېړنې وروسته چې د ۱۳۹۷ کال د ۸مې میاشتې په ۳۰مه شوې، روښانه شوه چې په یاد مرکز کې ډېری کارول شوې رایې د رای‌ورکوونکیو د نوملړ له مخې وې؛ نو د کمېسیون په اکثریت پرېکړې سره د ټاکنو قانون او لایحو له مخې باطلې دي.

خو ځايي سرچینې وايي چې په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په سرپل کې د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمېسیون تر پرېکړې پرته د دغه مرکز ټولې رایې بیاشمېرلې دي.

ځینې نور اسناد ښیي چې د سرپل د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمېسیون په مرکز کې خپل مرکزي کمېسیون، د سرپل ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ ته لیکلي چې حاجي رحیم‌الله له اسدالله او له یوشمېر نورو کسانو سره د ۱۳۹۷ کال، د ۸مې میاشتې په لومړۍ نېټه د سه‌شنبې په ورځ کمېسیون ته ورغلي او د دغه کمېسیون رییس نقیب‌الله تاتار یې ګواښلی دی.

د دې لیک په یوځای کې د اسدالله ایوبي د پلار حاجي رحیم له خولې یو نقل قول راغلی چې د تأمل وړ دی: «که مو له ما او زما له زوی نه شکایت وکړ؛ تر مرکزه مو لاس خلاص، هېڅ نه‌شئ کولی.»

ویل کېږي چې حاجي رحیم د پاڅونوالو قوماندان دی چې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ وسله‌وال کسان لري. خو خپله حاجي رحیم ادعا کوي چې له‌دې مخکې یې د کورنیو او دفاع وزارتونو په چوکاټ کې دندې کړي او حکومت د ځان ساتنې په پار څو تنه پولیس ورکړي‌دي.

حاجي رحیم همدارنګه په ده لګېدلي ټول تورنه ردوي او وايي چې د زوی ټولې رایې یې پاکې دي او ده هېڅوک د هغه زوی ته د رایو ورکولو له‌پاره نه‌دي مجبور کړي.

دی دا هم وايي چې کمېسیون ته له خپلو وسله‌والو سره تللی و؛ خو هغه یې له دروازې بېرون پرېښي او خپله ننوتی او د کمېسیون کارکوونکیو ته یې ویلي چې کابل ته په عریضه شي او دوی به راکشوي.

د دې ترڅنګ، سلام‌ وطندار ته د ولسي جرګې د ټاکنو د ورځې ځېنې ویډیوګانې او عکسونه په لاس ورغلي چې د ټاکنو په ورځ په ټاکنیزو مرکزونو کې د حاجي رحیم اړوند غیرمسوول وسله‌وال ښيي. همدارنګه په‌دې ویډیوګانو کې موټرې لیدل کېږي چې په هغو د اسدالله ایوبي عکسونه نصب شوي‌دي. په نورو ویډیوګانو کې چې د ولسي جرګې له ټاکنو څو ورځې مخکې جوړې‌ شوې‌دي؛ په هو کې لیدل کېږي چې د اسدالله ایوبي اړوند څو موټرسایکل‌سپاره په کتار د سانچارک ولسوالۍ د مرکز په لوري په روان دي.

د شکایتونو، د رایو باطلېدلو او هغو مدارکو په اړه ـ چې د ولسي جرګې د نوماند اسدالله ایوبي او حاجي رحیم اړوندو وسله‌والو کسانو د ټاکنیزو تخلفاتو ته راجع دي ـ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون نظر هم واخلو؛ د دې کمېسیون ویاند او کمېشنر علي‌رضا سلام وطندار ته وویل، د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفتر پرېکړې قانوني او د اجرا وړ دي؛ خو «له بده‌مرغه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا ډول ډېرې پرېکړې جدي نه ګڼي.»

د ده په وینا، ښايي نوماندان ادعا وکړي چې دا لومړنۍ پرېکړې دي او ممکن د استېناف‌ غوښتنه وکړي چې کمېسیون له څېړونو وروسته نهايي پرېکړه اعلان کړي.

له‌دې هر څه سره، دا چې د سرپل د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، د ډاکټر اسدالله ایوبي د تکزار په ښځینه دویم نمبر لېسې، د تکزار زاړه ښار منځنی ښوونځي، خواجه سرخ او شبوکند جومات رایې باطلې اعلان کړي او د کمېسیون د تهدیدولو له‌پاره یې حکومتي ارګانونو او د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي دفتر ته یې شکایت‌نامه هم لېږلې؛ خو بیا هم ښاغلی ایوبي له ۷ زرو نه د ډېرو رایو په لرلو سره سرپل ولایت د نوماندانو په نوم‌لړ کې دویم ځای لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام