.jpg)
د سیاسیونو ترخې کنایې به تر دې وروسته د خپلو رقیبانو پر وړاندې د ټاکنیزو مبارزو پر مهال زور واخلي. د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره تر نوملیکنې مخکې د سیاسیونو یارانې، یو ځل بیا وښوده چې د افغانستان لومړی درجه لوبغاړي څومره ریاکاره او بېژمنې دي.
څومره چې تمه کېده، د نارسمي کمپاینونو پیل له ترخو کنایو او ډېرو ژمنو سره مل و، خو محمداشرف غني د نورو په پرتله تر اغراقه ورسېده او ان د خپلو رقیبانو پر وړاندې یې هېڅ احتیاط و نهکړ؛ ولسمشر لوڅې خبرې وکړې، خو د افغانستان رسنیو د نوموړي خبرې درک نهکړې یا یې هم په تجزیه کولو کې پاتې راغلې. دا یوازې رسنۍ نه وې چې د نوموړي خبرې یې وا نه خیستلې، بلکې رقیبو ډلو یې، په ځانګړې توګه هغو کسانو چې د محمداشرف غني مخاطبان وو، د نوموړي د څرګندونو پروړاندې غبرګون و نه ښود.
د ولسمشرۍ نوماندانو د نوملیکنې په وروستۍ ورځ، اشرف غني هم نوملیکنه وکړه او ورپسې یې سپینې خبرې وکړې. د غني د تېرو څلورو کلونو حکومت په شهکارونو کې یوازې دا ټکی بس دی چې وړمه ورځ په میدان وردګو کې د ملي امنیت ۱۲۶ کسان ووژل شول؛ رویټرز دغه شمېرې خپرې کړې، خو د غني اداره له دغه ناورینه و نه شرمېده.
بېرته به لومړۍ خبرې ته راشو؛ غني له رسنیو سره د خبرو پر مهال د لنډمهالي حکومت جوړولو په اړه د یوې پوښتنې په غبرګون کې، په غوسه وویل چې دا طرحه د تېر حکومت احمقې ډلې وړاندې کړې چې دی هغه کسان په خپلو شاګردانو کې هم نه شمېري.
.jpg)
غني ثابته کړې چې په لافو کې سیال نهلري او پهدې برخه کې پر ځان پوره باور لري، خو د غني موخه یوازې د «کرزي احمقه» ډله او پلویان نه، بلکې نور کسان هم وو، خو د نوموړي ګوته د نورو په پرتله کرزي ته مستقیمه نیول شوې ده. د لمر غوندې روښانه ده چې کرزي د خپلو تېروتنو د پټولو لپاره له نورو مخکې او ډېر د ملي یووالي حکومت د له منځه وړلو او لنډمهالي حکومت جوړولو په هڅه کې و؛ نوموړی آن د دویزې جرګې رابللو ته پایڅې را بډوهلې، خو غني یې دا پلان ور شنډ کړ. کرزی تراوسه له دې هیلې نهدی تېر شوی، خو بیا ځینې نورې ډلې، لکه مړ شوی ستر ملي اېتلاف له دغه پلان سره یوځای شو او په وروستیو کې امریکایانو د غربي رسنیو له لارې د خبرو په خپرولو سره دغو شایعاتو ته لمن ووهله.
دې مقدمې ته په پام، غني له نورو ډېر په تلویحي ډول کرزي ته د «احمق» خطاب وکړ. یانې دومره بېمغزه دی چې د غني له خبرو او کارونو یو څه زدهکړي. د غني له لافو یوه تر ټولو د توجه وړ دا وه چې هغه د حکومت پرمهال ۵۰ سلنه غله د حکومت له چوکاټه وباسي؛ ځکه چې هغه د نیم حکومت مسوولیت لرلو. پهدې صورت کې په سلو کې ۵۰ سلنه غله د عبدالله تر سیوري لاندې په نظام کې حضور لري او د غني به خبره، که دا خل خلک هغه ته بشپړ صلاحیت ورکړي؛ د حکومت په بدنه کې ۵۰ سلنه پاتې غله به هم له حکومتي نظامه وباسي. دا چې غني په تېره څلور کلنه دوره کې له فساد او غلو سره د مبارزې برخه کې څه کړي؛ له هېچا نهدي پټ. خو غني وویل که چېرې د ناغېړۍ په برخه کې ملاحظه کېږي؛ دلیل یې دا دی چې په حکومت کې د غلو له استازیو سره شریک و.
پر دې دوو مواردو سربېره؛ د غني دواړو مرستیالانو د قانون پر حاکمیت او پر رعایت ټینګار وکړ او له هغه سره هممهاله د غني او حکومتي دستګاه ملاتړیو د غني لهپاره پر ټاکنیزو تبلیغاتو پیل وکړ. د افغانستان ملي ټلوېزیون د غنی او عبدالله د ولسمشرۍ نوملیکنې بهیر په ژوندۍ بڼه خپور کړ؛ پهداسې حال کې چې د ملي ټلوېزیون په توګه دې رسنۍ له نورو نوماندانو د یو هغه د نوملیکنې جریان هم خپور نهکړ. د ولسمشر ویاندویانو او هغه ته نږدې کسانو له اندک تامل پرته د هغه په ګټه په پراخ ډول ټاکنیز کمپاین پیل کړی او دا بهیر لا هم نیوکو سره مطرح پرمخ روان دی.
په ټولیزه توګه د افغانستان سیاسي فضا له هر ډول اخلاقي قضایلو خالي ده. سیاستوال ځان ته حق ورکوي چې د خپلو ګټو لهپاره هر ډول دروغ ووايي. خو د دوی له حده ډېره بدسترګي لا هم ځېنو ته د حیرانتیا وړ او نوې ښکاري. نور به هم لهدې فنه ګټنه وکړي؛ که څه هم د کاپيرایټ د قانون لهمخې د دې نوښت مسلم حق له هر چا مخکې له غني سره دی.





