«ټول کافران دي» د جوزجان ناامنیو سیمو ته د سفر روایت

سهار وختي له طالب‌ځپلیو کورنیو سره د مرکو له‌پاره د جوزجان ناامنه ولسوالیو په لوري روان شوم.

تور سترګې شرافت نومې مېرمن د کور دېوال ته تکیه کړې او د خپل هغه ځوان زوی کیسه کوي چې په وینا یې، طالبانو یې پر برخلیک لوبې کړې‌دي.

دې په ژړا وویل چې زوی یې طالبانو پاکستان ته بیولی او ماغزه یې ورمینځلي دي.

د اغلې شرافت زوی ته هېواد ته له راتګه وروسته ټول خلک کافر ښکاري او د سرغوڅول یې روا بولي.

دا وايي، زوی ته یې پيچکاريانې شوي او له ترهګریزې روزنې وروسته په ښه وضعیت کې نه‌دی.ه شرافت سره له خبرو ـ اترو وروسته مې د دې موضوع په ښه ترا پوهېدا پیل وکړ.

خیرمحمد نومي ـ چې سور کمیس او تور واسکټ یې اغوستی و ـ د هغو ۱۰ ماشومانو او ځوانانو کیسه وکړه چې طالبانو ځانمرګو بریدونو ته چمتو کړي‌دي.

د ده په وینا، طالبان دا ماشومان په‌داسې حال کې روزي او وسله په لاس ورکوي چې میندې او پلرونه یې ترې خبر نه‌وي.

له خیرمحمد سره تر خبرو وروسته مردیان ته لاړم. له‌دې وران کلي ښکاري چې اوسېدونکي یې له اوږدې مودې راهیسې د غم پر ټغر ناست دي.

۴۸ کلن الله بیردي ـ چې د ژوند کړاوونو یې ملاکړوپه کړې ـ وایي، طالبان پر هېچا رحم نه‌کوي، ان له ماشومانو او او تنکیو ځوانانو هم استفاده کوي.

 الله بیردي په ژړا له دولته غواړي چې غږ یې واوري او د دې ځای د ماشومانو راتلونکی برخلیک له ترهګرو وژغوري.

له اوږده او ستړي سفره د جوزجان مرکز شبرغان ته ورسېدم چې له امنیتي مسوولانو سره خبرې وکړم.

د جوزجان امنیه قوماندانۍ د امنیت امر کمال‌الدین یاور مني چې طالبان ځانمرګو بریدګرو ته ماشومان او ځوانان ګوماري؛ خو وایي لا یې هم په‌دې اړه کره لاسوندونه نه‌دي موندلي چې په مردیان او د جوزجان نورو ولسوالیو کې د طالبانو دا کړنه ثبوت کړای شي.

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ماشومانو ماغزو مینځل او ځانمرګو بریدونو ته د تنکیوځوانانو ګومارل ردوي او وایي، د دوی په ډله کې وسله‌وال ماشومان نه‌شته.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام