
د فراه امنیتي مسوولین وايي، چې تېر مازدیګر (دوشنبه اګست ۱۵مه) ۳ د ملي اردو سرتېري، ۲پولیس او یو بل تن يې د بکواه ولسوالۍ په جمعه بازار سیمه کې اعدام کړي دي.
د فراه ولایت امنیه قوماندان محمد غوث مالیار سلام وطندار ته وویل، چې دغه سیمه د طالبانو په ولکه کې ده او هلته افغان امنیتي سرتېري د تګ توان نه لري.

د مالیار پر وینا، تر اوسه د دغې پېښې اصلي انګیزه نه ده معلومه.
همدارنګه د فراه د ولایتي شورا مشر فرید احمد بختور سلام وطندار ته وویل، چې دغه سرتېري شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې له یوې نښتې وروسته د طالبانو لاسته ورغلل.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دغو سرتېرو په اړه څه نه دي ویلي.




