
د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، چې د وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو په موخه د پاکستان د ځواب انتظار باسي.
د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم سلام وطندارته وویل، چې د سولې په برخه کې د پاکستان ناغیړي دغه بهیر له پڅوالي سره مخ کړی دی.
سلیم زیاتوي پاکستان باید پرخپلو هغو ژمنو عمل وکړي، چې ویلي يې و طالبان به د سولې خبرو اترو ته کښينوي.
سلیم زیاتوي، چې په دې وروستيو کې د طالبانو په څو ډلو ویشل به د دوی خبرې اترې سختې کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د څلور اړخیزې غونډې د پریکړې پر بنسټ باید پاکستان خپله کورنۍ دنده ترسره کړي او طالب مشران د خبرو میزته راولي او د هغه په وینا اوسمهال افغان حکومتي چارواکي د پاکستان د ځواب انتظار باسي.

د سولې عالي شورا مرستیال ټينګار وکړ که پاکستان د طالبانو مشران د خبرو اترو له پاره حاضر نه کړي، د چین او امریکا هېوادونو له لوري به له غبرګونونو سره مخ شي.
بل خوا د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده وايي، چې تراوسه د سولې د خبرو اترو هیڅ بهیر نه دی پیل شوی.
د نوموړي پر خبره، د څلور اړخیزې غونډې په پیل کې څرګنده وه، چې کارونه یې بې پایلې دي او د پاکستان حکومت هم دخپلو هغو ژمنو د پوره کېدو وړتیا نه لري، چې طالب مشران د سولې خبرو اترو میز ته کیښنوي.
نوموړي زیاته کړه، چې طالبان اوس د پاکستان تر اغیز لاندې نه دي.
تمه کېده، چې د روانې میلادي میاشتې مارچ په لومړیو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ دسولې مخامخ خبرې اترې ترسره شي، خو د سولې عالي شورا چارواکی وایي، چې دغه خبرې اترې د پاکستان حکومت د ناغیړیو له امله ځنډیدلې دي.





