
ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د فرانسې ولسمشر امانول مکرون سره ټلیفوني خبرو کې د طالب زندانیانو د خوشې کولو بهیر ترڅنګ، د امنیتي ځواکونو پر ازادولو، د همکاریو پر پراختیا، د سولې پر پروسې او افغانستان سره د فرانسې د مرستو پر دوام خبرې کړې دي.
ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د فرانسې ولسمشر د سولې له پروسې ملاتړ کړی او ویلي يې دي، افغان دولت د سولې لپاره ټولې ژمنې عملي کړي او اوس یې وخت دی چې طالبان اوربند او خپلې ژمنې عملي کړي.
همداراز د فرانسې ولسمشر افغانستان سره په ځانګړې توګه د سولې برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکړی.
د لویې جرګې له پرېکړې سربېره د ۴۰۰ طالب زندانیانو خوشې کولو بهیر لاهم نه دی بشپړ شوی او دواړو خواوو ویلي چې د دغه بهیر له وروستي کېدو وروسته بینالافغاني خبرې پیلېږي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر تازه ویلي چې د طالب زندانیانو خوشې کولو بهیر راتلونکې اونۍ بشپړېږي.




