
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ویاند مرستیال محمدرضا فیاض سلاموطندار ته ویلي چې د استیناف غوښتنې د شکایتونو له ثبت سره هممهاله د استینافي اعتراضونو او استثنايي شکایتونو د څېړلو بهیر هم پيل شوی دی.
د فیاض په خبره، د استیناف غوښتنې د شکایتونو د ثبت بهیر هم د نن ورځې تر پایه دوام لري او تر اوسه له ۲ زره و ۲۰۰ شکایتونو زیات ثبت شوي دي.
نوموړی که څه هم د کوم ولایت نوم نه اخلي، خو وايي، د استینافي شکایتونو د ثبت کچه په ځینو ولایتونو کې ډېره ده او همدا لامل دی چې د دغو شکایتونو څېړل به هم ډېر وخت ته اړتیا ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولانو تېره اوونۍ اعلان کړی و چې په ۶ ولایتونو کې د ۴۷ محلونو رایې یې باطلې کړي چې یوازې ۲۰ هغه یې په کابل کې دي.
اړوند مطالب:





