باوري امنیتي سرچینو تایید کړه چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق رازق د کندهار ولایت په ودانۍ کې دننه په ډزو کې وژل شوی‌.

ناتایید شوي راپورونه وايي چې په دې ډزو کې د کندهار والي او د ملي امنیت رییس هم وژل شوي‌دي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز بیا سلام وطندار ته وویل چې د ولایت ودانۍ کې نامعلومو کسانو ډزې کړي چې په ترڅ کې یې دی یانې د والي ویاند هم ټپي شوی‌دی.

ښاغلی عزیز وایي، د نورې مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه‌لري؛ خو په وینا یې، ډزې داسې مهال شوې‌دي چې په ولایت کې د ټاکنو امنیت له‌پاره د چمتووالي نیولو غونډه پای ته ورسېده او د غونډې ګډونوال له ودانۍ د وتلو په حال کې وو.

د کندهار د والي ویاند په وینا، غونډې ته د غوڅ ماموریت استازي هم ورغلي وو.

د غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا پېښه د افغانانو ترمنځ وه او په پېښه کې جنرال مېلر ته هېڅ زیان نه‌دی اوښتی. دوی تاییدوي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت ۲ سرتېري ټپيان شوي‌ او بریدګر وژل شوی‌دی.

طالب ویاند قاري یوسف‌احمدي د یوې خبرپاڼې په لېږلو سره د پېښې مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې په برید کې یې جنرال عبدالرازق وژلی او د کندهار والي زلمی ویسا، د کندهار د ملي امنیت رییس عبدالمومن یې له ګڼو نورو مسوولانو سره ټپي کړی‌دی.

خبرپاڼه وايي، د برید اصلي هدف امریکایي قومندان میلر او جنرال عبدالرازق و.

دا په‌داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې نوماند عبدالجبار قهرمان هم په هلمند ولایت کې وژل شو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام