The Great Gatsby: د مینې له پاره پټه خو ستره قرباني

۱۹۲۲ز کال دی، امریکا کې رغنیزې چارې روانې دي او جرمونه خپلې انتها ته رسیدلي. نیک د بانډونو پلورلو کار کوي او د سیند په غاړه یوه کور کې اوسیږي، په یوه لمرینه ورځ نیک له سیند پورې غاړه  د کاکا د لور کور ته ځي، دا جینۍ ډيزي نومیږي، د ډيزي خاوند ټام  د مېرټل په نوم له یوې بلې میرمنې سره اړیکې لري، همدلته نېک د ګلف له یوې لوبغاړې جورډن بېکر سره ګوري او ملګرتیا ورسره کوي.

نېک پوه شي چې ګاونډی یې یو میلیاردر دی او ګیټسبی (Leonardo DiCaprio) نومیږي، ګیټسبي هر وخت لویې مېلمستیاوې جوړوي خو خپله پکې ګډون نه کوي، یوه ورځ نېک یو بلنلیک ترلاسه کړي، مېلمستیا ته ورشي، هلته جورډن هم راغلې وي، نیک ګیټسبي په لومړي ځل وګوري او خبرې ورسره وکړي، جورډن معلومات ورکړي چې ګیټسبي دا هر څه د خپلې معشوقې (ډيزي) د لیدلو له پاره کوي، چې ښايي کومه ورځ مېلمستیا ته راشي.

د نیک په مرسته ډيزي د چایو څښلو له پاره د ګیټسبي کور ته راشي، ګیټسبي ورسره خبرې وکړي، بیا یې سره اړیکې پراخې شې او بلاخره دا پریکړه وکړي، چې ډیزي به خپل خاوند ټام ته وایي چې مینه ورسره نه لري او ګیټسبي یې خوښیږي.

یوه ورځ ګیټسبي، نېک، ټام، ډيزي او جورډن د ټام په کور کې وي، ګټسبي ټام ته له ډيزي سره خپله مینه څرګندوي، ټام ډيزي ته وایي چې ګیټسبي یو مجرم دی، قاتل دی او همدې کې ګټسبي په ټام غوسه کوي، چې دا یې خپله  جرم یو ثبوت کیږي.

دوی بیرته راګرځي، ډیزي او ګټسبي په خپل ژیړ موټر کې مخکې راونیږي، ټام نیک او جورډن بل موټر کې وي، د ښار نوې ابادېدونکې سیمې چې تیریږي، ګوري چې د ټام معشوقه مېرمن مېرټل چا په موټر وهلې ده، خلک ورته وايي چې ژیړ موټر و، د ډيزي خاوند ټام همدا ښه فرصت وګڼي او د مېرټل خاوند ته ووايي چې هغه موټر د ګټسبي و، تر څنګ یې دا تور هم پرې پورې کړي چې ګټسبي ګوندې له مېرټل سره پټې اړیکې لرلې  او په همدې خاطر یې وژلې ده.

ګټسبي هغه ټوله شپه د ډيزي د کور مخ کې تیره کړي، لامل یې دا وي چې د ډيزي حالت له نږدې په پټه وڅاري. د ډيزي خاوند پریکړه وکړي چې سبا به له دې ښاره کډه کوي، ګتسبي په دې شپه نېک ته ټوله کیسه وکړي، له دې رازه یې هم خبر کړي، چې موټر ډيزي چلاوه او میرټل یې پرې وهلې ده، خو وعده ترې وخالي چې چاته به حال نه وايي، بیا ورته کیسه وکړي چې څنګه دومره شتمن شو، خو ورته ووايي چې دا کور او هر څه یې د ډيزي په خاطر اخیستي، د ډيزي د کور مخې ته شین څراغ بلیږي او ګټسبي د سیند له پورې غاړې له پنځو کالو همدې څراغ ته ګوري. ګټسبي زیاته کړي چې دی غریب و او ډيزي مجبوره وه، ځکه یې له ټام سره واده وکړ، دی نړیوال جنګ ته ددې لپاره لاړ چې مړ شي، خو له هغه ځایه هم ژوندی راستون شو، بیا یې پیسې وګټلې او ډيزي سره د ژوند خوب یې ولید.

په دې شپه نېک له ګټسبي سره پاتې شي، سهار نېک کار ته ځي، ګټسبي ورته وایي چې ماته ډيزي زنګ راوهي، نن ورځ له دې ځایه لیرې ځو، خو نېک پوهیږي چې داسې نه کیږي، هغه ترې اجازه واخلي او لاړ شي، له کار ځایه بېرته نېک ته زنګ راووهي، نیک په حوض کې لامبي، هلته خدمتګار د نېک ټيلیفون ځواب کړي او دلته د مېرټل خاوند لومړی ګیټسبي او بیا ځان وولي.

ډيزي زنګ را ونه وهي، ګیټسبي مړ شي او په رسنیو کې د میرټل د وژلو، قاچاق او نورو تورونه به ګیټسبي پورې شي، نېک یې د مرګ ټول مراسم په یوازې ځان ترسره کړي او ګیله وکړي چې حتی ډيزي یې جنازې ته یو ګل هم ډالۍ نه کړ.

د فلم مهم ټکي:

  • په فلم کې ګیټسبي یو مرموز انسان معرفي شوی دی، تر ډيره یې څېره هم نه ښودل کیږي او چې کله یې وښيي نو کلوز شاټ دی او په څېره یې خوندوره مسکا خپره وي، چې دا خپله د کرکټر له پيژندګلوۍ سره مرسته کوي.
  • ډيزي چې په اول ځل له نېک سره وګوري؛ نو هغه ترې د لور پوښتنه وکړي، دی ورته ووايي چې لور مې ښه ده، زه هیله لرم چې لور مې یوه ناپوهه مېرمن وي، ځکه همدا ناپوهي د یوې نجلۍ لپاره په نړۍ کې هر څه وي . دا څو جملې د ډیزي ژوند په ډېر ښه ډول ښيي.
  • ډیزي چې له پنځو کلو وروسته ګیټسبي سره ګوري، دا صحنه ډیره جالبه ده، ګټسبي د دومره نوم، شخصیت او عظمت سره هم ډير وارخطا او بې زړه وي، حتی په خپلو حواسو واکمن نه وي، همدا د دواړه مینه او له جدایۍ پس د یو ځای کیدو کیفیت په ښه ډول روښانوي.
  • ټيلیفون زنګ وهي، ګټسبي چې له اوبو راوځي، له شا یې په مرمۍ وولي، خو دی بیا هم ډيزي نوم واخلي او فکر کوي چې ډیزي به زنګ راوهلی وي.
  • نېک ډیزي ته زنګ ووهي، خو د هغوی خدمتګار ورته وايي چې ډیزي له دې ځایه تللې ده، حال دا چې ډيزي یې خبرې اوري، خو له مرګه یې خبره نه وي.

پر فلم نقد:

د فلم ډيره برخه درې بعدیزه 3D جوړه شوې ده، دا به د فلم اړتیا هم وه، چې باید همداسې شوي وای، ځکه په ۲۰۱۳ ز کال کې د ۱۹۲۲ کال حالت ښودل په طبیعي ډول نه کیږي، خو بیا هم د سینما د چارو کارپوهان په فلم ځينې نیوکې لري.

د فلم کیسه په همدې نوم له یوه ناوله اخیستل شوې ده، دا ناول  په امریکا کې د شلمې پېړۍ ستر ناول ګڼل کیږي، خو ځينې لوستونکي + لیدونکي بیا ادعا کوي چې د ناول اصلي خوند فلم ته نه دی لیږدول شوی، ښايي لامل به یې همدا وي چې د لیکوال ټول فکر په تصویر کې نه شي لیږدیدی.  ویل کیږي چې ددې ناول اصلي ځانګړنه د کرکټرونو تر منځ اړیکې او خبرې اترې دي، خو په فلم کې دا جزیات نه دي وړاندې شوي، همدا لامل دی چې د ناول یوه لویه ځانګړنه ترې پاتې شوې ده.

په فلم کې د ګیټسبي رول (لیو ناردو دیکاپریو) لوبولی دی، زموږ په ټولنه کې دا ممثل عموماً د ټایټانک د فلم هلک په نوم یادیږي او مشهور شوی دی. لیوناردو رول ښه لوبولی دی، خو یو مصنوعیت پکې ښکاري چې دوه لاملونه لري، یو لامل خو یې د سینما د چاروکارپوهان همدا ښيي چې په ناول کې د ګیټسبي شخصیت څو اړخیز دی، یعنې مینه، غوسه، قهر، مهرباني، جدیت، طنز او هر څه پکې شته، همدا لامل دی چې لیوناردو خپله څېره بیا بیا او زر زر بدلوي چې دا یې یو مصنوعیت ښکاره کوي او بله خبره همدا د ټایټانیک فلم اغیز دی، چې په ګیټسبي فلم کې کرکټر یې د افغان لیدونکي په ذهن کې د ټایټانیک تصویر نشي تتولای.

دې فلم دوه اسکار او څلویښت نورې بېلابېلې جایزې ګټلي او ۷۱ جایزو ته نوماند شوی دی.

فلم ځينې تخنیکي تیروتنې هم لري، مثلاً  فلم په ۱۹۲۲ کال کې دی خو د موټر موډلونه یې ۱۹۲۶ او ۱۹۳۰ دي، همدارنګه ځینې سندرې پکې ویل شوي چې د فلم له وخت څه کاله وروسته لیکل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې په دې فلم کې د هندي سینما ستر لوبغاړي هم یو رول لوبولای دی.

فلم : The Great Gatsby

هیواد: امریکا ( هالیووډ)

ژبه: انګلیسي

کال: ۲۰۱۳

موده: ۱۴۳ دقیقې

ډایرکټر: Baz luhrmann

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام