نړول شوی بودا خپلې مېنې ته راوګرځېد

د صلصال ۵۵ متره دنګه مجسمه چې په ۱۳۷۹ کال کې د طالبانو د یوې ډلې له خوا نړول شوی وه؛ تېر ماښام د (جون په ۸ مه) له ۱۴ کلونو ډرې وړې شویو ځان وروسته د بامیاني وګړو په منځ کې په لرغونې بڼه راښکاره شوه.

یوې چینايي سړي داسې وسیله جوړه کړې ده، چې د نړول شوي بودا مجسمه په درې اړخیزه لرغونې بڼه لیدل کیږي.

"جانسین یو" او "لیانګ هو" د "لیانګسین" ګرځندوي ډلې غړي دي.

دغو په لیوالتیا سره د ورېښمو لاره را لنډ کړه او د بودا دغه ننداره کوونکې دستګاه یې د بامیانو په ولایت کې ودروله.

"جانسین یو" وايي، چې ما د بودا دغه تش شوي ځایونه (مېنې) زیات ځوروي.

دی زیاتوي، چې د ځان د سکون لپاره مې دغه وسیله جوړه کړه، دی وايي، چې دغه ټکنالوژي په نړۍ کې بې سارې ده او دا لومړی ځل دی چې له دې ټکنالوژۍ نه د بامیانو په ولایت کې کار اخیستل کېږي.

دی وايي، چې بامیانو ته یې د سفر موخه د سولې او دوستۍ پیغام او د کلتوري میراثونو خوندي کول دي.

جانسین یو له خپلې مېرمنې لیانګ هو سره د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په شخصي لګښت، دغه نور خپرونکې اله جوړه کړې ده.

دغه اله کولای شي، چې د شپې له خوا ۵۵ متره دنګه د صلصال مجمسه په درې اړخیزه توګه نندارې ته وړاندې کړي.

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رییس په وینا، د نور په وسیله، د صلصال مجسمې نندارې ته وړاندې کول؛ د دې ولایت د کرځندویانو له پاره بله یوه بله خوشالوونکې موضوع ده.

نوموړی وايي، له څو کلونو راهیسې په دې اړه فکر کېږي، چې د بودا نړېدلې مجسمه به، بیا ورغول شي، خو په دې برخه کې پاتې راغللي یو.

اوسمهال د دې برېښنايي ټکنالوژۍ په وسیله کولی شو، چې د بودا د نړول شوې  مجسمه، په درې بعدي توګه ووینو.

د دې وسیلې پر بنسټ، به د ګرځندویانو راجلب او په عوایدو کې څو برابره زیاتوالی راشي.

د بودا نړول شوې مجسمې بیا ځلې راښکاره کېدل، د زیاتو خلکو د حیرانتیا لامل شو.

د بامیانو ولایت یو تن اوسېدونکی احمدرشید وايي، چې د بودا درې بعدي بڼې په لیدولو سره حیران شوم او داسې ګمان یې وکړ، چې داسې پېر ته ګرځېدلی دی، چې بودا په خپله مېنه کې ولاړ دی.

افغاني نژاده المانی مجتبی میززايي وايي، چې زه د صلصال د مجمسې په لېدلو حیران شوم، ځکه چې کلونو وروسته مې د صلصال اصلی بڼه ولیدله.

د نړۍ دغه بې سارې مجسمې د طالبانو له خوا په ۱۳۷۹ کال کې و نړېدلې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام