
وروسته له هغه، چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په امريکا کې د دغه هېواد څخه د جنګي جټونو د اخیستو پر سر د هندوستان او پاکستان د جنجال کې دا اقرار وکړ، چې د وسله والو طالبانو رهبران په پاکستان کې خوندي دي او دوی کولای شي، چې پر دوی فشار راوړي د افغان حکومت سره يې د سولې خبرو اترو ته کښېنوي، ځينې د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې پاکستان اوسمهال د سولې په پروسه کې د خپلو ګټو د خوندي کولو په هڅه کې دی.
د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلا کار سرتاج عزیز په دې وروستیو کې ویلي دي، چې د وسله والو طالبانو مشران له خپلو کورنیو سره په پاکستان کې اوسېږي او دوی ته هر ډول اسانتیاوې او روغتیايي خدمتونه برابر دي.
د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي وايي، چې د پاکستان دولت په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو، اقتصادي ستونزو او له ترهګري نه د وېرې له کبله دا مني، چې د طالبانو مشران او د هغوی کورنۍ هلته دېره دي.
د سعیدي په وینا، له همدې امله پاکستان غواړي، چې د افغان سولې له پروسې سره مرسته وکړي او طالبان د سولې خبرو میز ته حاضر کړي.
دی زیاتوي، چې افغان حکومت د وسله والو طالبانو زیات شرطونه منلي دي او د دې ډلې استازي دې ته چمتودي، چې له افغان حکومت سره مخامخ د سولې خبرې وکړي.
سعیدي وايي، چې د اسلامي امارت له پاره د سیاسي دفتر پرانیستل، د طالب زندانیانو خوشې کول، د امریکا له تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو لرې کول، د اساسي قانون تعدیلول، د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې معلومول او د موقت حکومت جوړل هغه شرطونه دي، چې وسله والو طالبانو افغان حکومت ته د سولې خبرو له پاره وړاندې کړي دي.

د سیاسي چارو بل شنونکی وحید مژده وايي، چې د سولې په مخامخ خبرو کې د طالبانو په حاضرولو سره پاکستان غواړي د لوبې توپ د امریکا په میدان کې ګوزار کړي.
مژده وویل، پاکستان وېره لري، چې ګواکې بل ګاونډی یې د سولې په خبرو کې اساسي رول ونه لوبوي، نو له همدې وجې په مستقیم ډول د سولې په خبرو کې پاکستان خپل رول مخې ته وړي.
د مژده په باور د افغان سولې له پاره یواځېنۍ لاره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې معلومول او د ټولو ښکېلو غاړو په خوښه د یو حکومت جوړول دي.
ټاکل شوې وه، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې د مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې پیل شي، خو داسې ښکاري، چې تر نامعلومې نېټې پورې وځنډول شوې.





