مدني فعالان: د دایکندي والڼه په خپلو چارو کې پاتې راغلې

په کابل کې یوشمیر مدني فعالانو د یکشنبې په ورځ په دایکندي کې د وروستي وضعیت په غبرګون کې اعتراضیه غونډه نیولې وه.

په غونډه کې مدني فعالانو وویل، چې دایکندي یو له هغو محرومو ولایتو څخه دی چې نه مرکزي او نه هم سیمه‌ییز حکومت ورته چندانې پام کوي.

دوی وایي، چې د دایکندي ولایت وګړو سره توپیري چلند، فساد، ناامني او د ترهګرو ډلو فعالیت هغه لاملونه دي چې دوی یې اندیښمن کړي دي.

مدني فعلانو چې د دایکندي ولایت د والۍ معصومې مرادي په ضد یې یولړ اسناد رسنیو ته څرګند کړل په والي تور پورې کړ، چې نوموړې د دې ولایت د چارو په مخ بیولو کې پاتې راغلی هسې په نوم والڼه ده او د ولایت ټولې چارې د میرمن مرادي د خاوند خلیل پیلوټ له خوا په مخ بیول کیږي، د هغه له صلاح مشورې پرته یوه امضا هم نه کوي او په دولتي ادارو کې له خپل زوره کار اخلي.

دوه تنه مدني فعالان سخي سادات او ثریا توحیدي وایي:

« په دایکندي کې د میرمن معصومې مرادي ګمارل د والي په توګه په ډیرو برخو لکه حکومتدارۍ، امنیت، د رسنیو او د بیان ازادۍ ګواښل او هم د اداري فساد په برخه کې وضیعت بدتر شوی دی او دا دې دې لامل شوی چې هره ورځ خلک له حکومته واټن اخلي.

په دایکندي کې د میرمن مرادي ناسم مدیریت د میرمنو ستونزې یې نه دي حل کړي، بلکې د خلکو ستونزې نورې هم ډیرې کړي دي»

مدنې فعالان چې د دایکندي د والي په ضد یې رسنیو ته ثبوت او اسناد وړاندې کړل په یوه غږیز کلپ کې د میرمن مرادي امنیتي یاور حمید بیګوال چې مخکې هم په فساد تورن و؛ مشخصو کسانو ته د پروژو په ورکړه کې په خبرو اترو بوخت دی.

د دایکندي والۍ: معصومه مرادي

  مدني فعالان وایي، چې د نوي والي له ټاکلو راپدیخوا په دې ولایت کې د وژلو ۱۰ جنایي پیښې رامنځته شوي، خو تراوسه یې په تړاو یوکس هم نه دی نیول شوی.

خو د دایکندي والي معصومه مرادي بیا د مدني فعالانو نیوکې او تورونه ردوي او زیاتوي، چې تراوسه یوه د وژلو پیښه هم نه ده ثبت شوې او له فساد سره د مبارزې په برخه کې یې تراوسه ډیرې لاسته راوړنې لرلې دي.

دغه مدني فعالان وایي، چې که مرکزي حکومت د دوی غوښتنې په پام کې ونه نیسي نو دوی به په پراخو لارینونو او مدني خوځښتونو لاس پورې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام