د کانونو صنعت او په شاقه کارونو کې د ماشومانو ډېروالی

بغلان؛ له یوې څنډې 

بغلان ګڼ شمېر کانونه لري. د کانونو د زیاتوالي او د یاد ولایت د صنعتي‌والي له امله ډېرو ماشومانو شاقه کارونو ته مخه کړې.

په شمال‌خیتځ زون کې د بشرحقونو خپلواک کمېسیون مشر سید‌حفیظ الله سادات سلام وطندارته وویل چې د نورو ولایتونو په پرتله په بغلان کې د کانونو ډېروالي او د بندري ښارګوټي په توګه اوس‌مهال په‌دې ولایت کې ډېر شمېر ماشومان په شاقه کارونو بوخت دی.

د ده په خبره، په کاریګرو ماشومانو کې ډېره برخه هغه د هغو کورنیو غړي دي چې له نورو ولایتونو نه بغلان ته کډه شوي‌دي.

په بغلان کې د ماشومانو له کړنو د ساتنې مسوول محمدرسول قانع هم وايي چې هره ورځ سلګونه ماشومان د دې ولایت د ډبرو سکرو کانونو کې شاقه کارونه کوي.

د رواني درملنې ډاکتر سیدمحمد علي آیت سلام وطندار ته وویل چې ډېر شمېر هغه ماشومان ـ چې شاقه کارونه کوي او د پلخمري ولایتي روغتون ته ورځي ـ د سردردۍ ناروغیو له ډولونو رنځیږي.

د ده په وینا د ثور له میاشتې راهیسې تر اوسه ۶۸ ماشوم ناروغان ورغلي او د ناروغۍ علت یې هم شاقه کارونه ښودل شوي.

په ورته وخت کې دوه تنه ماشومان تمیم او سیدالرحمن ـ چې د ښار دننه په کار مصروفه دي ـ وايي چې د کورني فقر او بې‌وزلۍ له امله یې زده کړې پرېښي او په شاقه کارونو یې لاس پورې کړی.

دوی وايي، پلرونه یې په جنګونو کې ژوند له لاسه ورکړی؛ ځکه خو اړ دي چې د نفقې د ګټلو له‌پاره یو د کور پر سر یو څوک کار وکړي.

په بغلان کې د ماشومانو له کړنو د ساتنې چارواکي وايي چې هره ورځ شاوخوا ۳ سوه ماشومان د ښار دننه په کار مصروفه وي او تر ډېره دغه ماشومان د جنګونو له امله له نورو ولایتونو څخه بغلان ته بې‌ځایه شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام