
د افغانستان عالمانو شورا نن (شنبې) په کابل کې د اداري فساد پر وړاندې د منبر غږ په نوم دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړه.
په دې غونډې کې دیني عالمانو په هېواد کې اداري فساد د جګړې د دوام لامل وبللو او ټینګار یې وکړ چې دوی یې وخت پر وخت د مبارزې په پار له منبره غږ پورته کړیدی.
د دوی په وینا، په ټولو دولتي ادارو کې فساد شته او تر اوسه یې پر وړاندې د پاموړ مبارزه نهده شوې.
دیني عالم واعظزاده بهسودی وايي، تر هغو چې حکومت د فساد پر وړاندې جدي مبارزه ونهکړي؛ د دوی هڅې پایله نهورکوي.
د نوموړي پهوینا، عاموګړي فساد نهکوي، بلکې همدا چارواکي دي چې هېواد یې د فساد په برخه کې لوړ مقام ته رسولی دی.

په همدېحال کې لویڅارنوال فرید حمیدي هم په دولتي ادارو کې د فساد موجودیت مني او وايي، دې ناوړې پدیدې ټول حکومتي جوړښتونه فلج کړي چې دیني عالمان یې باید د لهمنځه وړلو په برخه کې همکاري وکړي.
د حمیدي په وینا، فساد د بېوزلۍ، لوږې، په نشهیي توکیو د روږديکېدو او ناامنۍ ستر لامل دی. نوموړي ډاډ ورکړ چې د فساد پر وړاندې مبارزه کې روښانه او غوڅ دریځ لري چې د افغانانو او دیني عالمانو په ملاتړ او همکارۍ به یې ورک کړي.
ټاکل شوې، یاده غونډه په دویمه ورځ په ارګ کې جوړه شي چې ولسمشر محمداشرف غني به هم پهکې خبرې وکړي.





