عمربلال لوبډلې د روژې جام کرکټ ټورنامنټ اتلولي وګټله

 

یادې لوبډلې په فاینل لوبه کې د المبارک لوبډله د یوې په زړه پوری لوبې وروسته په ۲۴ منډو له ماتې سره مخ کړه او د دې جام اتله شوه.

د روژې جام شل اوریزه کرکټ سیالۍ دوه اونۍ وړاندې په کابل زرملوال کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وې، چې په فاینل لوبه کې د عبدالله مزاري، نوین الحق، غمي ځدران، رحمت سهاک، رحیم منګل، حبیب غازي او نورالحق ملکزي په څیر لوبغاړي ولوبیدل.

د روژې جام په دې سیالیو کې ۸ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې په کې گډون کوونکو لوبډلو په ۲ ګروپونو کې سیالۍ ترسره کړې.

د لیګ سیالیو او سیمي فاینل پړاو وروسته المبارک او عمربلال شاهین لوبډلو د اتلولۍ ترلاسه کولو په موخه (فاینل) ته لاره پیدا کړه.

په فاینل لوبه کې عمربلال لوبډلې د پچې ګټلو په ګټه اخیستنې لومړۍ لوبه وکړه، خو په لومړیو کې ښه ثابته نه شوه او یاده لوبډله د المبارک لوبډلې په ښکلی بالینګ سره په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو یواځې په ۱۱۹ منډو جوړولو بریالۍ شوه.

خو بیا هم دغه هدف المبارک لوبډلې ته د غره په څیر ثابت شو، چې په وار وار یې ویکټې له لاسه ورکړې او ټوله لوبډله په ۱۶ م اور کې به ۹۶ منډو وسوځیده او د اتلولۍ جام یې د ۲۴ منډو په توپیرعمربلال شاهین لوبډلې ته وبایلله.

په فاینل کې ماتې خوړولو او اتلولۍ جام بایللو سره سره د المبارک لوبډلې ال راونډر دولت په فاینل لوبه کې د ښکلي بالینګ او دغه راز ټولتال په ۱۰ ویکټو اخیستلو او ۱۰۰ منډو جوړولو سره له نورو لوبغاړو ډیر وړاندې وو، چې د ټورنامنټ غوره لوبغاړی اعلان شو.

د فاینل لوبې وړاندې عمربلال شاهین لوبډلې په سیمي فاینل لوبه کې په ۷۴ منډو افغان رینجرز لوبډله ماتې سره مخ کړې وه او المبارک لوبډلې بیا په بله نیمه پای لوبه کې یو ای ټیلیکم لوبډلې ته ماتې ورکړه او یو د بل په وړاندې د اتلولۍ ترلاسه کولو په موخه فاینل پړاو ته رسیدلې وې.

د سیالیو په پای کې د لوبډلو او لوبغاړو ترڅنګ د زرملوال کرکټ لوبغالي ادارې له خوا په سیالیو کې کمینټري کوونکو او دغه راز په رسنیو کې د سیالیو د ښه پوښښ له کبله رسنیو ته هم ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام