له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون له کاره د د مدني ټولنې بنسټونو غورځول

یو شمېر مدني او حقوقي بنستونو تېره اوونۍ په کابل کې یوې خبري غونډې کې ادعا وکړه چې د حکومت له لوري له اداري فساد سره د مبارزې ـ هغه نوی قانون چې تصویب او خپور شوی ـ ارګ کې د ځانګړې کړۍ له لوري تحریف شوی‌دی.

د دوی په وینا، د نوي قانون ۹مه ماده کې ـ چې د کابینې له لوري تایید شوې ـ د ګومارنې کمېټه له ۱۳ دولتي او غیردولتي بنسټونو جوړه شوې؛ خو له تصویب وروسته یې مدني او حقوقي بنسټونه حذف شوي‌دي.

خو له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړې سکرتریت مسوولانو نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د مدني ټولنې بنسټونو کار، له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون له کارونو سره تړاو نه‌لري؛ ځکه خو د دې کمېسیون د غړیو ګومارنې له کمېټې اېستل شوي‌دي.

له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړي سکرتریت مشر یما ترابي وايي، دولت نه غواړي، د مدني ټولنې بنسټونو رول له پامه وغورځوي او دغه بنسټونه او نړۍواله ټولنه څارنیز رول لري.

له بله پلوه د چارو ادارې حقوقي رییس محمدهارون معتصم غونډې ته وویل چې له اداري فساد سره د مبارزې سکرتریت یو خپلواک بنسټ دی او له اداري فساد سره د مبارزې قانون یې خپلواکي تضمین کړې‌ده.

د ښاغلي معتصم په وینا، د دې قانون ۱۴ مادې ۲مه فقره کې راغلي، که له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون کوم غړي د کوم سیاسي ګوند غړی شي او یا د دندې پرمهال کومه بله دولتي دنده واخلي، باید د دې کمېسیون له غړیتوبه استعفا ورکړي.

د مدني بنسټونو مسوولان وایي، د رسمي جریدې خپاره کړي قانون کې د سترې محکمې رییس له اداري فساد سره د مبارزې خپلواک کمېسیون د غړیو غوراوي کمېټې رییس، لوی څارنوال او د اداري سمون کمېسیون رییس د دې کمېټې غړیو په توګه وړاندیز شوي او ۱۰ نور بنسټونه د مدني او حقوقي بنسټونو په شمول له دې کمېټې حذف شوي‌دي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام