په لغمان کې زده‌کوونکیو ته د وړیا ښوونيز مرکز جوړېدل

د طالبانو د امارت له سقوط وورسته په هېواد کې خلکو ورځ تر بلې د علم د حاصلولو هڅې ګړندې کړې. دا په یونیم کال کې هغه څه دي چې منکرېدلی ترې نه‌شو.

د همدې عمومي لېوالتیا په دوام تازه د لغمان ولایت ځېنو زده‌کړیالانو د دې ولایت زده‌کوونکیو ته په وړیا ډول د انګلیسي ژبې، د ښوونځیو مضامین او دینې زده‌کړې ورکوي.

د ننګرهار پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو زده‌کړیال عزت‌الله مروان او د دې ښوونیز مرکز د رهبرۍ غړی وايي، جنګ او ناامنیو د ډېرو کورنیو ماشومان زیانمن کړي او بې‌برخلیکه کړي‌دي.

د ښاغلي مروان په وینا، دا وړیا ښوونیز مرکز د بې‌برخلیکه ماشومانو د ژوند د نابودۍ نه د مخنیوي په پار جوړ شوی‌دی.

تر دم‌ګړۍ په‌دې وړیا ښوونیز مرکز کې ۳۰۰ ماشومان زده‌کړې کوي چې ۱۰۰ نجونې دي.

د حقوق او سیاسي علومو زده‌کړیال او د دې ښوونیز مرکز مالي مسوول سنګر ساحل د ځېنو سختو مشکلاتو په اړه وايي چې په لومړي سر کې یې وګالل؛ خو اوس هغه مشکلات کم شوې‌دي.

په ورته وخت کې د دې ښوونیز مرکز زده‌کوونکي وايي، احساسوي چې دنیايي د بدلون په حال کې ده او په‌دې اړه خوشاله هم دي.

د لغمان په شان نسبتاً ناامن ولایت کې چې په سلګونو دولتي او خصوصي ښوونځي او ښوونیز مرکزونه په کې تړلي؛ د وړیا ښوونیز مرکز پرانیستل د ستاینې کار دی. که څه هم دا ښوونیز مرکز کوم ځانګړې ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي په یو باغ کې زده‌کړې کوي؛ خو د ټولو زده‌کوونکیو او کورنیو له‌پاره محترم ګڼل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام