په جوزجان کې د داعش کورني او بهرني مشران دولت سره یوځای شول

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشې سلام‌وطندار ته وویل، مولوي حبیب‌الرحمان او مفتي نعمت‌الله د داعش دوه نومول شوي مشران له خپلو ۲سوو کورنیو او بهرنیو جنګیالیو په ګډون د دې ولایت په درزاب ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

د ښاغلي خاشې په وینا، د دې ولسوالۍ په نورو سیمو کې هم امنیتي ځواکونو ته د داعش تسلیمېدل جریان لري.

یوې باوري سرچینې وویل، له دولت سره په یوځای شویو داعشیانو کې ښځې هم شاملې دي.

هاخوا بیا طالبانو د یوې پیغام په خپرولو سره ویلي چې د داعشیانو له لوري د درزاب او خوش‌تپې ولسوالۍ له نیولو وروسته ۱۰۰ داعشیان د دوی لیکو ته ورغلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام