له بغلانه ولسي جرګې ته ځېنو نوماندان او پلویان یې په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ دعوه کوي او په همدې دلیل یې نن د کابل – بغلان لار تړلې ده.
دوه معترض نوماندان اعجازالحی حقجو او اللهمحمد حازم وايي چې د ټاکنو ملي پروسه کې درغلي شوې او د دې ولایت په ځېنو ځایونو کې د شبې له خوا د رایو صندوقونه ډک شويدي.
دوی وايي تر هغې به خپلو اعتراضونو ته ادامه ورکړي، ترڅو چې د بغلان ټاکنیز کمېسیونونه سپینې او تورې رایې سره جلا نهکړي او د غیرمسوولو وسلهوالو او زوراکیو نوماندانو له لوري د بېبایومتریکو رایو باطلولو اعلان ونهکړي. دوی وايي، دا رایې شمېرنه ورته د منلو وړ نهده.
یو بل معترض نوماند عزیزالرحمان سخيزاده خبرداری ورکوي، که کمېسیون یې غږ وانه وري د کابل – بغلان لار به بنده وساتي.
وموغوښتل په بغلان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر غبرګون هم واخلو؛ خو هغوی ځواب ویلو ته چمتو نهشول.





