فراه کې وسله‌والو د نجونو ښوونځی سوځولی

 

د فراه ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال صادق حلیمي سلام وطندار ته وویل چې د دولت وسله‌وال مخالفان بېګا شپه د فراه ښار اړوند «ګنهګان» سیمې کې د نجونو یو ښوونځي ته ننوتي او د مدیریت دوو خونو له سوځولو وروسته یې د لابراتوار خونې ترڅنګ د دې ښوونځي ځېنو برخو ته اور اچولی دی.

ښاغلي حلیمي په‌دې ولایت کې د ښوونځیو سوځوېدلو نه په اندېښنې سره وویل چې د دې ښوونځي په تخریبېدلو سره شاوخوا ۱۰۰۰ نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې.

ورته مطالب:

نامالومو وسله‌والو په پکتیکا کې یو ښوونځی سوځولی

طالبانو لوګر کې د هلکانو او نجونو ګډ ښوونځی سوځولی

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځی سوځولی

د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه‌محمود هم وايي چې د فراه ښار ګنهګان له ګڼې ـ ګوڼې ډکه سیمه ده او د دې ښوونځي له سوځېدلو سره به ډېرې زده‌کوونکې له زده‌کړو محرومې پاتې شي.  

ده د دولت له وسله‌والو مخالفانو غوښتنه وکړه چې عام‌المنفعه ځایونه تر برید لاندې ونه نیسي.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې ښوونځي سوځول رد کړي‌دي.

دا په روانې میاشتې کې د فراه ښار اړوند سیمه کې دویم سوځېدونکی ښوونځی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام