د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګراف سم نیمايي کم شوی دی

د افغانستان د خبریالانو مرکز بنسټ وايي، چې سږکال د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کچه کې سم نیمايي یعنی ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

یاد بنسټ مسوولین د یکشنبې په ورځ د "خبریال ورځې"  په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې تير کال پر خبریالانو ۵ وسله‌وال بریدونه شوي.

د  یاد بنسټ مسوول احمد قریشي، د دغه بنسټ د د راپور وړاندې کولو پر مهال زیاته کړه، چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې  له دوی سره د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي۹۵پېښې ثبت شوی چې   ۷ د وژنې، ۸ د ټپیانیدو، ۳  یې دنیول کیدو، ۴۰ د فزیکي ځورونې، ۵ یې د وسله‌والو بریدونو او ۳۲ یې  پر وژنې ګواښول دي.

د قریشي پر وینا، له خبریالانو سره په تاوتریخوالي کې حکومتي کارکوونکي، زورواکان، ناپیژانده وسله‌وال او د دولت مخالفین ښکیل دي.

«د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۱۳۹۵ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، سپکاوي، ګواښ او پر خبریالانو د فشار راوستلو او یاهم په بیلابیلو ولایتونو کې په خبریالانو او رسنیزو  مرکزونو برید ۹۵ پیښې ثبت کړي دي په داسې حال کې چې  تیرکال  ۱۹۱ پیښې ثبت شوې وې چې  د پام وړ کموالی پکې راغلی ».

د یاد بنسټ مسوولینو، همدا ډول له حکومته وغوښتل چې له خبریالانو څخه د ملاټر صندوق هم  فعال  کړي.

په ورته وخت د حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله غونډې ته وویل، چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي هغه پېښې باید وڅیړل شي، چې ت راوسه ورته رسیدنه نه ده شوې.

عبدالله زیاته کړه، چې حکومت له خبریالانو  ملاټر کوي او له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د عاملینو د معافیت فرهنګ ته باید د پای ټکی کیښودل شي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین سید اقا فاضل سانچارکي غونډې ته وویل، چې حکومت د خبریالانو د ودې او پرمختګ په برخه کې لازم اقدامات نه دی کړی او له دې وروسته  به په دې  برخه کې  کار وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په نوم بنسټ داسې مهال له خبریالانو سره د تاوتریخوالي دپېښې د ۵۰  سلنه راټیټدو خبر ورکوي، چې د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا نی بیا  ۲۰۱۶ زېږدیز کال د خبریالانو له پاره خونړۍ  کال بللی و.

د دې بنسټ چارواکو  ویلي وو، په دې کال کې له خبریالانو د شوي تاوتریخوالي ۴۱۵ پېښې ورسره ثبت شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام