د لوګر او میدان وردګو د څلورمې پلې لوا قوماندان بریدجنرال عبدالرازق " ساپي " سلام وطندار ته وویل نن سهار سلګونه وسله والو دازرې ولسوالۍ له څلورو خواوو بریدونه پیل شوي.
ساپی وایي، په دغه نښته کې پنځه ولسي وګړي، ۱۷ وسله وال مخالیفین او دوه پولیس وژل شوي او نښته لاهم روانه ده.
بل لورته د لوګر د ولایتې شورا غړي ډاکترعبدالولي " وکیل " سلام وطندار ته وویل، چې په دغه نښته کې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتی، خو تراوسه یې کره شمیره نه ده په ډاګه شوې.
نوموړي په مرکزي حکومت غږ وکړ، چې ِدغې ولسوالۍ ته اضافي سرتېري او جنګې تجهیزات واستوي.
د ده په وینا، که چېرې ازري ته نور سرتېري وانه ستول شي؛ دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي.
په ورته وخت کې د هېواد د دفاع وزارت چارواکي وايي، چې ولسوالۍ ته یې د وسله والو د ځپلو لپاره نور مجهز سرتېرې ورولېږل.
د دغه وزارت د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال عبدالرازق ساپي وویل، چې ډېر ژر به تازه دمي سرتېري ولسوالۍ ته ورسېږي او وسله وال به بېرته په شاوتمبوي.
د وکیل په وینا، تر دا مهاله د نښتې له ځایه شاوخوا ۱۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته کډه کولو ته اړ شوې دي.
د سردار ولي په نوم د ازري ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي سلام وطندار ته وویل، چې په دغه نښته کې پنځه تنه ملکیان وژل شوي او د ولسوالۍ بازار تړل شوی دی.
د نښتي خبر وسله وال طالبان منلي او ادعا کوي، چې د ازرې ولسوالۍ ډيري امنتي پوستي يې په خپله ولکه کې راوستي دي.
میاشت وړاندې سلام وطندار ته يوې باخبرې سرچينې ويلي وو، چې وسله وال طالبان هوډ لري، چې پر لوګر ولایت ستر ډله ییز برید وکړي او دغه ولایت تر خپلې ولکې لاندې راولي.
سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط سلام وطندار ته زیاته کړې وه، چې وسله والو طالبانو د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د ولکه کولو له پاره ځېنې ناستې هم کړي دي.
د راپور پر بنسټ په دغو ناستو کې د طالبانو یو شمېر مهم قومندانان سره یو ځای شوي وو او د دغې ولسوالۍ د دایمي نیولو له پاره یې د یو قوي برید کوونکي پلان پر طرحه کار کړی و.
سرچینه ویلي وو، چې په دغه ناسته کې د ازرې ولسوالۍ د طالبانو مخکینی ولسوال مفتي عبدالوکیل، چې د ازرې د جانوخېلو اوسېدونکی او د بابوس اوسنی ولسوال دی، ملا محمد نبي مشهور په ذاکر په سیمه کې د طالبانو مشهور قومندان، چې د ازرې د مرکز اوسېدونکی دی، مولوی صدراعظم د ازرې د تنګ اوسېدونکی د طالبانو په رژیم کې د ازرې ولسوال و، اماراتي چې د دوبندي اوسېدنکی د طالبانو له خوا د خوښۍ اوسنی ولسوال، قاري داود د تنګ اوسېدونکی د ننګرهار او ازرې غځېدلې لارې مسول، مولوي عبدالرحمن د ازرې اوسنی ولسوال او د اباسین په نوم د لوګر ولایت د طالبانو له مشهورو قومندانانو نه دي، چې د ازرې ولسوالۍ د سقوط له پاره یې د برید پلان طرحه کړي دي.
په راغلو معلوماتو کې دا هم ویل شوي وو، چې په دې برید کې به د طالبانو ترڅنګ داعش هم ګډون ولري.
خو تر اوسه داعش ډلې د ازرې په نښته کې د برخې د اخیستلو څه نه دي ويلي.





