.jpg)
د میدان وردګو ولایت ځایي اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي، چې له څو کلونو راهیسې د دغه ولایت په جغتو، چک، دایمیرداد او سیداباد ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو د پرلپسې ګواښنونو له امله د نجونو زیات شمېر ښوونځي تړل شوي دي او زیاتو نورو سیمو کې د نجونو ښوونځي نشته دي.
دوی له حکومته غواړي، چې په دغو ولسوالیوکې د نجونو له پاره دلیک او لوست زمېنه برابره کړي.
په دې اړه د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا غړې نفیسه سیلۍ وردګ وویل، چې د میدان وردګو په ولایت کې نجونې د زده کړو په برخه کې زیاتې ستونزې لري او په جغتو، چک، دایمیرداد او سیداباد ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته دي او یوازې په څو کورنو کې نجونو ته لیک لوست ورزده کول کيږي او کله وخت هغه هم تړلي وي.
د دې ولایت د ولایتي شورا یوې بلې غړې هاجرې مرضايي سلام وطندارته وویل، چې د دغه ولایت په نرخ، جغتو او چک ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي له ناامنیو سربېره د سیمه ییز دودنو له امله تړل شوي دي او زیاتو نجونو ته کورنۍ اجازه نه ورکوي چې په ښوونځیو کې لیک او لوست وکړي.
.jpg)
اغلې مرضايي د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست او له ولسي خلکو غوښتنه وکړه، چې د نجونو د زده کړو په بډاینه کې مثبت ګامونه پورته کړي.
خو د میدان وردګ د پوهنې ریس فضل الرحمان طارق وايي، د دغه ولایت په چک او دایمیردادو ولسوالیو کې د یوې دیني مدرسې او یو دارالحفاظ پرته نور ټول ښوونځي او تعلیمي ادارې د زده کوونکو پرمخ خلاص دي.
طارق زیاته کړه، د دغه ولایت قومي مشران او ولسونه له پوهنې سره مینه لري او هیچاته به د دې اجازه ورنه کړي، چې په میدان وردګو ولایت کې دې د هلکانو یا نجونو ښوونځي وتړي.
میدان وردګ پلازمېنې کابل ته څیرمه پورت ولایت دی، چې په ۴۷۸ ښوونیزو ادارو کې ۱۶۷ زده کوونکي په لیک لوست بوخت دی، چې له دې ډلې یې ۵۲ زره نجونې دي.
کندوز کې زده کوونکي د حکومت او طالبانو له احتمالي جګړې وېره لري
د کندوز ولایت د پوهنې سرپرست رییس رستم خان اکبري وايي، چې ټاکل شوې وه، سږ کال به شاوخوا ۳۰ زره تنه نوي زده کوونکي په لومړیو ټولګیو کې نومونه ثبت کړي، خو د ناامنیو له کبله یوازې ۲۰ زرو زده کوونکو نومونه ثبت کړي دي.
په کندوز ولایت کې زده کوونکو د نوي کال له پيل سره د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د احتمالي جګړې له وېرې سره ښوونځیو ته ورغلل.
ځېنې زده کوونکي وايي، چې دوی له جګړې کرکه لري او تر اوسه چې ښوونځي ته راځي د ملي امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د احتمالي جګړې ویره یې ځوروي.
د کندوز ښار د شیرخان لیسې د دریم ټولګي زده کوونکي احمد نوید وايي، چې « غواړي درس ووایي او له جګړه نه غواړي».
سیر د مولوی سراج الدین لیسې بل زده کوونکی دی.
دی وایي، چې «له خپلو درسونو پسې خپه شوی وو، له کورونو نه شو راوتلې دوی نور جګړه نه غواړي، سوله غواړي».
په ورته وخت کې د کندوز د پوهنې رییس اکبري وايي، چې په کندوز ولسوالیو کې ۴۹۷ ښوونځي د زده کوونکو له پاره خلاص دي، خو د ناامنیو له امله چې خلک نورو سیمو ته ګډه شوي دي د سږکال د زده کوونکو کمېر شمېر نومونه ثبت کړي دي.
.jpg)
د اکبري په خبره، اوسمهال له ۳۰۰ سوه زرو زیات زده کوونکي په کندوز ولایت کې درسونه وايي.
د کندوز ولایت د پوهنې سرپرست زیاتوي، چې په دې ولایت کې ۲۷۰ ښوونځي ودانۍ نه لري؛ په خیمو کې درسونه وايي.
دی وايي، چې د ودانیو نشتوالی د دوی له سترو ستونزو څخه دی او زیاتوي، سږکال به د ۴۵ ښوونځیو له پاره ودانۍ جوړې کړي.
خو په ورته وخت کې د کندوز والي اسدالله عمر خېل بیا زده کوونکو ته ډاډ ور کوي او وايي، چې کندوز به بیا د طالبانو لاسته ور نه شي او دوی دې په ډاډه زړه خپل دروسونه ولولي.
سره له دې چې زده کوونکي په کندوز ولایت کې د طالبانو له بیا جګړې وېره لري، خو سیمه ییزو چارو واکو څوځلې ویلي دي، د طالبانو په اړه په دې ولایت کې پراخ چاڼیز عملیات وکړي.





