
د عامې روغتیا وزارت وایي چې په ۱۳۹۶ کال کې ۱۷۹ زره او ۸۱۳ کڅوړې وینه راټوله شوېوه.
هره کڅوړه کې ۵۰۰ میلي لیتره وینه او۷۰ میلي لیتره د وینې کلکېدو ضد ماده ځایېږي.
د عامې روغتیا وزارت معین احمدجان نعیم وایي، دا اندازه وینه په پلازمېنې او ولایتونو کې د ملي او نړۍوالو بنسټونو د ۲۲۸ کمپاینونو له لارې راټوله شوې.
د عامې روغتیا وزارت معین زیاتوي، هغه کسان چې له جسمي او رواني پلوه روغ، وزن یې له ۵۰ کیلو ګرامه کم نه وي او عمرونه یې د ۱۸ او ۶۰ کالو ترمنځ ویي وینه؛ ورکولی شي.

دوه کابل ښاریان همت او محمد رفیع چې له څوکالو راهیسې وینه ورکوي. دوی وايي چې د وینې ورکړه، د ژوند ژغورل دي او یو څاڅکي وینه ان یو انسان ته ژوند ژغورلی شي.
د عامې روغتیا وزارت د چارواکیو په وینا، د وینې حجرې درې میاشتې عمر لري او له درېیوو میاشتو وروسته نوې کېږي؛ نو ځکه خو هر څوک وینه ورکولی شي.
د وینې بانک کې راټوله شوې وینه، اومیندوارو مېرمنو، د ترافیکي پېښو ټپیانو او پر سرطان اخته ناروغانو ته ورکول کېږي.





