
پرون یوه ډله جنګیالي ـ چې ځانونه په داعش پورې تړلي بولي – دولت سره یو ځای شول.
داسې مالومېږي چې د دې جنګیالیو ډېر شمېر یې ماشومان دي او په سختۍ سره خپلې وسلې او مهمات لېږدوي. په دوی کې ښځې هم وې؛ خو وسلې ورسره نه لید کېدې.
دغه ماشومان وايي، د دولت او طالبانو بېعدالتیو له امله داعشیانو سره یو ځای شوي او د هغوی پر وړاندې یې د جهاد اعلان کړی.
بابر- چې تورې جامې، اوږده وېښتان او پوځي بوټان لري ـ نورو جنګیاليو ماشومانو ته یې د اسلامي خلافت زدهکړو ورکولو دنده لرله.
بابر وايي، کله چې خبر شو، داعشیان جوزجان کې ماشومانو ته د اسلامي خلافت زدهکړې او پیسې ورکوي؛ د مور او پلار له اجازې پرته یې خپل یو څو ملګري ځان سره جوړه کړل او له بلخ څخه یې د جوزجان درزاب ولسوالۍ ته لاړ چې له دېې ډلې سره خپل فعالیت پیل کړي.
هغه زیاتوي، د داعشیانو په لیکو کې بهرنیان هم وو چې دوی ته یې پوځي روزنه ورکوله او له خلکو یې غوښتل چې دغې ډلې سره یو ځای شي.
د ده په وینا، ډېر کم وخت داسې راتللو چې افغانۍ دې په سترګو وویني؛ ځکه چې ټول ډالر وو او بهرنیانو داعشمشرانو ته همدا ډالرې ورکولې.

بابر د صحرايي محکمو او د جوزجان اوسېدونکیو لهپاره د جزا ټاکلو په اړه وايي، که چا به د شریعت خلاف کومه ګناه یا غلا وکړه؛ دوی به یې لاس غوڅولو او که کوم څوک به مرتد و؛ له نه به یې سر پرې کولو.
احمد بل ۱۳ کلن داعش جنګیالی دی. دی وايي، ورور یې هغه د کابل د یوې مدرسې په پلمه د داعشیانو لیکو ته بوتللو چې څو د دولت او طالبانو پر وړاندې وجنګېږي او د اسلامي خلافت زدهکړې وکړي. احمد وايي، ورور یې ووژل شو.
د ده په وینا، د دوی د روزنې لهپاره کورنۍ او بهرنۍ ښځې ګومارل شوېوې.
دا یوازې بابر او احمد نهدي چې د ښوونځي لاره یې غلطه کړې او د داعشیانو لیکو سره یوځای شوي؛ بلکې دغسې نور ماشومان هم شته چې په غوسې ډکو څېرو سره ولاړ دي چې تصویر اخېستل حرام بولي او له هغو کسانو ځانونه لېرې کوي چې ږیرې نهلري.
د دغو ماشومانو په وینا، مشرانو به ماشومان او ان تنکي ځوانان ترکیې او ایران ته د لېږدولو په بهانه په داعش ډلې پلورل.





