د سلام وطندار د موندنو پر بنسټ ایران له یو کال راهیسې افغان کډوال او پناه غوښتونکي د خپلو نظامي موخو له پاره په سوریې کې کاروي.
ایران د لبنان حزب الله، عراق ځينو شیعیه ګانو، پاکستاني تبعه شیعه مذهبو او یو شمېر افغان کډوالو په مرسته په سوریه کې د بشار الاسد دولت مخالفانو سره جنګ کوي.
احمد ـ یو مستعار نوم دی.
دغه افغان تبعه په ایران کې اوسېږي او شاوخوا ۱۴ میاشتې د سوریې په جګړه کې یې د نښه ویشتونکي په توګه دنده تر سره کوله.
نوموړی وايي، چې قومنده یې ایراني قومندانانو په غاړه درلوده.
احمد وايي، چې سوریې ته ېې د تلو لامل د حضرت زینب زیارت کول و او په لومړیو کې يې له جګړې سره لیوالتیا نه لرله.
دی وايي، کله چې يې ولیدل هم مذهبيان يې وژل کيږي؛ نو جګړې کولو ته اړ شو او د داعشیانو په خلاف يې جګړه پیل کړه.
احمد وویل، هوډ لري، چې د دویم ځل له پاره سوریې ته لاړ شي او بیا هم د دغو وسله والو ډلو پر خلاف جګړه وکړي.
د ده د خبرو پر بنسټ د ایران په اصفهان کې د رضايي په نوم یو کس له خوا ګومارل شوی، چې سوریې ته د جګړې له پاره ولیږل شي.
احمد لومړی د خپلو ځانګړتیاو ثبتولو له پاره د اصفهان سادات اباد واټ کې "ډیجېټال افیشن" په نوم عکاس خانې ته ورځي او له هغې وروسته د تهران په ورامین کې "مالک اشتر نظامي" اډې ته معرفي کیږي او ده ته شاوخوا ۱۵ ورځې د نورو ۱۰۰ تنو مهاجرو سره نظامي روزنه ورکول کیږي.
احمد له نظامي روزنې وروسته د نورو افغان مهاجرینو سره یو ځای د یوې مسافر وړونکې الوتکې په وسیله سوریې ته وړل کیږي.
دی په "پادګاني" کې چې د دمشق هوايي ډګر نه نیم ساعت واټن لري د لبنان حزب الله له لوري د ۲۵ ورځو له پاره نظامي روزنه ورکول کیږي، ترڅو یو مسلکي نښه ویشتونکی شي.
هغه وايي: " موږ په سوریه کې په تيوريکي او عملي توګه دا زده کړل، چې له وسلو څخه د وژلو له پاره څه ډول ګټه واخلو".
هغه د پېژندنې هغه دوه کارتونه هم له ځانه سره لري، چې په سوریه کې ورته ورکړل شوي دي.
د دغو کارتونو په شا او مخ دواړو کې څو سریال نمبرونه درج شوي دي.
د احمد عکس هم د دغو کارتونو په شا او مخ کې کې چاپ شوي دي.
احمد وايي، چې د دغو سریال نمبرونو دوه عددونه د هغو وسلو پورې اړونديږي، چې په سوریه کې يې ورڅخه کار اخیسته.
او بل سریال نمبر، چې د کارت شاته ليکل شوی په سوریه او ایران کې ترې د هغه هويت څرګنديدی شي.
دغه کارتونه د اصفهان ښار په (ډيجيټل افشین) عکاس خانې کې د مشتريانو د دویم ځل چاپ په موخه چاپ شوي دي.
خو احمد وايي، چې هغه او ملګري يې دغې عکاسخانې ته پېژندل شوي، ترڅو هلته عکس واخلي او خپل مشخصات ثبت کړي.
د سلام وطندار خبريال د افشین له ډيجیټال عکاسخانۍ سره اړيکه ونيوه او هغوی ته داسې وویل: " ورور مې د سوریې جنګ ته تللی. ملګري يې ستاسو شمېره او نښه ماته راکړې او ویلي يې دي، چې د دغې شمېرې له لارې د خپل ورور په اړه کافي معلومات ترلاسه کولی شئ".
هغه شخص، چې په ټېلفون کې غږيږي په دې هکله اصلاً نه حيرانيږي او د خپل خيالي ګزارشګر ورور د نوم او مشخصاتو په اړه پوښتنه کوي. داسې ګوندې، چې له دې وړاندې هم له ده نه داسې پوښتنې شوې وي. وروسته له څو لحظې سکوت څخه وايي: " ښاغليه غلط شوي یاست، دلته داسې شخص نشته."
خو په افغانستان کې د ایران سفير محمد رضا بهرامي د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا د ایران اسلامي دولت د سوريي د جنګ له پاره په خپل هېواد کې د افغان کډوالو څخه سرتيري جذبوي او کنه؟ وايي: " په دې اړه د ایران دولت هيڅ ډول فعالیت نه لري او د افغان کډوالو څخه د نورو هېوادونو د جګړې له پاره د استفادې کولو او ګومارنې هيڅ ډول سازمان شوی پلان وجود نه لري او نه به هم په راتلونکي کې داسې پلان ولري."
خو ځينې افغان امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دا تايدوي، چې یاد کارتونه اصلي دي.
دوی وايي، په دې اړه زیات اسناد له دوی سره شته، خو په دې دلیل چې په ایران کې ۲،۵ میليونه افغان کډوال اوسيږي، نو نه شي کولی چې دغه سند افشا کړي.
دوی وايي، چې افغان کډوال په ایران کې د یاد هېواد د اسيرانو په توګه ژوند کوي او هرکله، چې افغان دولت په دې اړه غبرګون وښيي، نو د ایران دولت له خوا دغه مهاجران تر فشار لاندې راوړل کيږي.
د ایران، مشهد، قم، اصفهان او تهران ولایتونه هغه اصلي ځايونه دي، چې پکې افغان مهاجر د سوريې جنګ له پاره جذبيږي او همدارنګه هغه کډوال، چې د ایران دولت سره مرسته وکړي، نو د ایران د نظام له لوري ورته ځينې امتیازات هم په پام کې نيول شوي.
د لاس ته راغلو اسنادو له ډلې يو يې پر همدغې موضوع شاهدي ورکوي، چې هغه په (۱۳۹۴/۳/۲۷) کې په مشهد کې د کډوالو چارو اتشه نبي الله صمدي او د رضوي خراسان د اتباعو او کډوالو عمومي مدير د جلسې اجنډا ده.
دغه سند ښيي، چې ایران په مستقیم ډول په خپل هېواد کې د افغان کډوالو څخه د سوريې جنګ ته کسان ګوماري او دوی ته يې ځينې امتیازات هم په پام کې نیولي دي.
په خراسان رضوي کې، چې کوم کارت افغان کډوالو ته ورکول کيږي په اوله ماده کې يې راغلي: " لومړي درجه غړي ( پلار، مور، ښځه او زوی ) عزتمندې کورنۍ د شهید بنسټ او د قرباني ورکوونکو چارو په ګواهي".
د دغه سند په ۱۵ مه ماده کې راغلي : " هغه جنګيالي، چې شاوخوا ۶ میاشتې يې د حق او باطل په جګړه کې تېره کړې وي د اړوندو مراجعو د ګواهي له مخې ۵۰ په سلو".
په اوله ماده کې د هغو شهيدانو کورنيو ته اشاره کوي، چې اصلا دا معلومه نه ده، چې ولې او چېرته وژل شوي دي؛ همدارنګه په ۱۵ مه ماده کې د حق او باطل جګړې ته اشاره شوې، چې هماغه د سوريې په جنګ کې د افغان کډوالو د ګډون ښکارندويي کوي.
په افغانستان کې د ایران سفير محمد رضا بهرامي هم تايدوي، چې د ایران دولت د هغو کډوالو درناوی کوي، چې د سوريې په جنګ کې يې ګډون کړی.
دا د افغان کډوالو له پاره، چې د سوريې په جنګ ګې ګډون کوي د ایران دولت له لوري يواځې د امتیازاتو یوه برخه ده.
احمد وايي : " موږ په میاشت کې دوه ميليونه ایراني تومان تر لاسه کول او د سوريې په جنګ له هرو دوو میاشتو ګډون څخه وروسته مو یوه میاشت رخصتي درلوده او په دغه وخت کې به مو حقوق په بانکي حسابونو کې راتلل."
دوه ميلیونه تومان دومره پیسې نه دي، چې خلک په وسواس کړي، تر څو د سوريې جنګ کې ګډون وکړي.
په ایران کې ځينې میشت کډوال په دغه هېواد کې د خپلو اولادونو او د یاد هېواد د رسمي سند تر لاسه کولو له پاره هم په دغه جنګ کې ګډون کوي.
دوی ځکه د سوریې په جنګ کې ګډون کوي، چې په راتلونکي کې يې د ایران په ښوونځيو کې اولادونه جذب شي.
په افغانستان کې ناامني فقر او اوزګارتیا د دې لامل شوي، چې زیات افغانان د کډوالۍ سختو شپو او ورځو ته په خپل هېواد کې د ژوند په پرتله اهمیت ورکړي؛ خو د ګاونډيو هېوادونو ایډیولوژيک او مذهبي سیاستونه تل له افغان کډوالو قرباني اخیستې.





