ننګرهار کې ناپېژاندو وسله‌والو ۴ لمونځ‌کوونکي وژلي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، بېګا د ماسخوتن لمانځه پرمهال د ننګرهار ولایت سره‌رود ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو یو جومات کې پر لمونځ‌کوونکیو ډزې کړي چې ۴ تنه یې وژلي او ۳ نور یې ټپيان کړي‌دي.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب‌الله کامه‌وال هم ویلي، له ادم‌خېل پېښې جلال‌اباد حوزوي روغتون ته ۴ جسدونه او ۳ ټپيان ور وړل شوي‌دي.

د یو بل خبر له‌مخې، نن سهار شاوخوا ۸نیمې بجې د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار بهسودو پله پوستې سره دوه غبرګې چاودنې شوي؛ خو د والي د ویاند په خبره، چا ته په‌کې زیان نه‌دی اوښتی.

تر اوسه د دې پېښو مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام