په تېر کال کې د افغانستان اقتصادي حالت

په تېر ۱۳۹۴ کال کې د ناامنیو زیاتېدل، سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ، اوزګارتیا په او راتلونکي د خلکو ناهیلي؛ د افغانستان اقتصاد ته زیات زیان ورسولو.

د افغانستان پانګونې د ملاتړ اداره (ایسا) وايي، چې په افغانستان کې په ۹۴یم کال کې د پانګونې په کچه کې ۳۰ سنله کموالی راغلی دی.

د پانګونې ملاتړ ادارې مرستیال مجید یار سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په تېر ۱۳۹۴ کال کې د ساختماني خدمتونو، کانونو او تولیداتو په برخه کې د پانګونې کچه راکمه شوې.

یار وايي، چې په ۹۳یم کال کې ۷۹۷ میلیونه ډالره پانګونه شوې وه او په ۹۴یم کال کې ټولټال ۴۱۹ میلیونه ډالرو پانګونه شوې وه، چې زیاتو سوداګرو خپله پانګه له هېواد بهر ته لېږدولې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي، چې په ۹۴یم کال کې د کرنې او صنعت په برخه کې ۶ سلنه زیاتوالی راغلی او د وچې مېوې په برخه کې ۲۶ سلنه کموالی لیدل شوی دی.

افغانستان په همدې کال کې څو لویې نړویوالې غونډې لرلې، چې په ترڅ کې یې د ټاپي پروژه هم پرانیستل شوه.

په ۹۴ کال کې د سام او ریکا شپږ غونډې له لویو اقتصادي لاسته راوړنو څخه وې.

له بل لوري مالیې وزارت وايي، چې سږ کال یې د زیاتو مالیاتو د راټولولو له کبله د تشویق له پاره ۹۰ میلیونه ډالر لاسته راوړي دي او دغه کار خپله لویه لاسته راوړنه بولي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د مالیاتو راټولولو په برخه کې د دغه وزارت ټاکل شوی هدف ۱۱۴ میلیارده افغانۍ و، چې د افغانستان مالیې وزارت ۱۲۲ میلیارده افغانۍ مالیات راټول کړل؛ نو له همدې امله نړیوال بانګ د افغان حکومت د هڅونې له پاره ۹۰ میلیونه ډالرو مرست وکړه.

همدا ډول د ټاپي پروژې د چارو پیلول، د افغانستان په تاریخ کې ستره ټرانزیټي انرژیټکي پروژه ده.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان ګازو نل لیکه تېر شي، چې په دې سره به افغانستان په میلیونونو ډالر عواید ترلاسه کړي.

په رون کال کې افغانستان ته سوداګرۍ نړیوال سازمان کې غړیتوب ورکول او د دغه سازمان د وزیرانو له لوري د کنیا په پلازمېنه نایروبي کې د دې موضوع رسمي تصویبول، د اقتصاد پرمختیا په برخه کې بله لویه لاسته راوړنه ده او د افغانستان په شان جنګ ځپلې هېواد د پیاوړتیا بل تاریخي فصل دی.

په دې اړه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په تېر کال کې وروسته له ۱۱ کالونو څخه افغانستان ته د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب ورکول له سترو بریالیتوبونو څخه دی. خو پوښتنه دا ده، چې د سوداګرۍ دغه نړیوال سازمان سره د افغانستان یو ځای کېدل څه ګټه لري؟

په دې اړه اقتصادي شنونکي او حکومتي چارواکي وايي، چې افغانستان ته د دغه سازمان غړیتوب ورکول، د افغانستان د اقتصادي ودې لامل کېږي.

په ورته وخت کې اقتصادي شنونکي وايي، چې افغانستان په ۹۴ کال کې زیات اقتصادي فرصتونه له لاسه ورکړي دي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون په دې اړه سلام وطندار ته وویل، چې د ملي یووالي حکومت په د ننه کې د ګومارولو او لرې کول پر سر سیالیو له همدې کبله د اقتصادي ودې له پاره بنسټیز کارونه ونه شول.

سیحون د ټاپي پروژې د پرانیستلو او ځېنې نورو اقتصادي کارونو په اړه وايي، چې دغه کارونه په تېرو کلونو کې پلان شوي وو؛ د اوسني حکومت لاسته راوړنه نه شمېرل کېږي.

ده وویل، چې د ټاپي پروژه او سیمه ییزه اقتصاي همکاري د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنه ده، بلکې دغه پروژې به په کلونو دوام ولري او ښايي، چې په۹۵یم کال کې عملي شي او یا هم هغه پروژه، چې کلونه وخت یې نیولی دی؛ ښايي عملي نه شي.

دغه اقتصادي شنونکي په حکومت کې د یو نظر نه لرل، په ګمرکونو او مالیاتي ادارو کې د فساد موجوديت، د سم بازار نه شتوالی، د پانګوالو له لوري د پیسو ساتل او له هېواده د پانګې وتل؛ هغه لاملونه بولي، چې په روان کال کې یې اقتصاد وده ونه کړه.

د اقتصادي شنونکو په باور، کې په هېواد کې اقتصادي فعالیتونه او د پانګونې جل او جذب په سستۍ سره روان وي؛ په راتلونکي کال کې به اقتصادي وده پرمختګ نه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام