
ځېنو شاعرانو او لیکوالو د هنري نندارې په جوړولو له طالبانو سره د سولې پر وروستیو خبرو اعتراض وکړ.
په کابل کې د رامین مظهر شعر او د ښځو کېبل وهلو، سنګسار، له ځانمرګو بریدونو او نورو وېرهاچوونکیو پېښو منتاژ شویو صحنو سره «ښکلوم دې د طالبانو په منځ کې نه وېرېږي!» تر سرلیک لاندې نن کابل کې هنري ننداره جوړه شوه.
د نندارې ګډونوالو د ترهګرۍ او بنسټپالنې خلاف د اعتراض په ډول خپل غږ پورته کړ او په مسکو کې یې له طالبانو سره د ځېنو سیاستوالو پر وروستۍ غونډې کلکې نیوکې وکړې.
د دې نندارې ګډونوال لیکوال او شاعر سمیع حامد وايي، د طالبانو پر وړاندې درېدل یو سیاسي ګام دی چې باید د طالبانو په ګټه تمام نهشي. د ده په وینا، ډېر نور کسان له طالبانو سره توپیر نهلري، بلکې یوازې ګټې یې له طالبانو سره توپیر لري.

ورته مطالب:
د طالبانو د راتلو غږ؛ ښځې څه وايي؟
جوزجان کې پر ښځو د طالبانو تازه بندیزونه
شاعر یاسین نګاه هم په مسکو کې د سولې پر وروستیو خبرو نیوکه کوي او وایي، هغوی چې د افغانانو په استازولي چې د دې غونډې ګډونوال وو؛ چا حق ورکړیو چې د خلکو ګناهکاران و بښي.
د طالبانو فکر خلاف په سمبولیکه بڼه له شعر او موسیقي سره د سنګسار، د بودا تاریخي بوتانو ړنګولو او نورو جنایتونو د صحنو منتاژ د دغه پروګرام یوه برخه وه.





