د ۱۳۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د دوو پروژو د تړونونو لاسلیکېدل

د ټولګټو وزارت مسوولانو نن په کابل کې د خبري غونډې پرمهال له خصوصي شرکتونو سره د ۱۳۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د سالنګ لویې لارې د بیارغونې او د تخار اشکمش ولسوالۍ د پُل رغولو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د ټولګتو وزیر یما یاري غونډې ته وویل چې د دغو تړونونو له‌مخې به د ۱۲۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د سالنګ لویې لاری شاوخوا ۱۰ کیلومتره سرک په بېړني ډول ورغول شي او دغه راز به د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې د ۸ میلیونو افغانیو په ارزښت  د ۳۰ مترو په اوږدوالي یو پُل ورغول شي.

ښاغلي یاري زیاته کړه، تخار ولایت کې د پله چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې او د سالنګ لویې لارې بیارغونې چارې به هم له ژمي مخکې بشپړې شي.

د ټولګټو وزیر په وینا، د سالنګ د لویې لارې د رغونې دویمه او درېیمه برخه هم په تدارکاتی پړاونو کې ده چې د پړوانو له بشپړولو وروسته به یې ډېر ژر د رغونې تړونونه لاسلیک او چارې پیل شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام