د ټولنیزو رسنیو یوشمېر کاروونکو له پرون راهیسې د سولې په پروسه کې طالبانو ته د امریکا او دولت له لوري د باج ورکولو په غبرګون کې د «طالبانو ته باج مه ورکوئ» کمپاین پیل کړی دی.

دا کمپاین له هغه وروسته پیلېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې په خلاصېدو ښکاري او دولت له لوري د طالب بندیانو په خوشې کولو سره به بین‌الافغاني مذاکرات پیلېږي.

د خلکو په باور، هغه طالب بندیان چې خوشې کېږي، نه یوازې نه سمېږي، بلکې د تېر په پرتله څو برابره د بې‌ګناه وګړو پر وژلو لاس پورې کوي.

یوه خبریال او د ټویټر ټولنیزې شبکې کاروونکي عزیزي حکیمي په ابوالفضل زیارت کې د چاودنې تصویر په خپرولو سره لیکلي: «دا تصویر مو په یاد دی؟ د یوه تیاتر صحنه جوړونه نه ده. د ژوند رښتینې کیسه ده چې ښايي هره شېبه پېښه شي. تاوتریخوالي او ترهګرۍ ته تسلیمېدل حل‌لاره نه ده، ترهګرۍ ته باج ورکول حل‌لاره نه ده. هغه سوله چې زموږ د حقونو د اخیستو په بیه وي، تلپاتې کېدای نه شي.»

هغه تصویر چې عزیز حکیمي خپور کړی، د هغې چاودنې دی چې په ۲۰۱۲ کال کې د عاشورا په ورځ په ابوالفضل زیارت کې وشوه. په دې تصویر کې یوه ماشومه د لسګونو جسدونو په منځ کې ولاړه ده او ژاړي. په یاده چاودنه کې له ۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول. طالبانو هغه مهال د یاد مرګوني برید مسوولیت پر غاړه واخیست.

یوه بل خبریال حسین بیوک د غور د بشري حقونو د دفتر د مسوول صمد تصویر په خپرولو سره چې طالبانو وواژه، لیکلي: «که صمد ژوندی وای، ټویټ به یې کړی و چې طالبانو ته باج مه ورکوئ. طالب وسله‌والو تېر کال صمد امیري د جلرېز پر مرګونې لارې له څو ورځو شکنجې وروسته وواژه.»

د فېسبوک یوې بلې کاروونکې فرشتې رفعت لیکلي: «ما ولیدل چې یوه طالب قوماندان څه ډول یو زوړ سړی د خلکو په منځ کې پر ونه وتړه او په خوله کې یې خول‌بولی ورکړ، څو اړ شي چې خپله باسواده لور ده ته په نکاح کړي. هغه نجلۍ دومره شکنجه شوه چې عقل یې له لاسه ورکړ او ټولو ویل چې نفس‌ګل لېونۍ شوې. هغو طالبانو ته باج مه ورکوئ چې بې‌شمېره نفس‌ګلې یې ژوندۍ ژوندۍ ووژلې.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپل تازه راپور کې لیکلي چې په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۲۱۳ ملکیان وژل شوي او ۱۷۴۴ نور ټپیان دي. د دغو شمېرو پر بنسټ، طالبان په منځنۍ کچه د ورځې ۱۶ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړوي.

د ټویټر یوې کاروونکې ذکیې شفايي لیکلي: «طالبانو له ماشومانو د خوشحاله او وېرې پرته لوبو خوب اخیستی، طالبان غواړي ښځې انزوا ته لاړې شي او نارینه هم له خپلې پوچې ايډیالوژۍ نه هاخوا نه غواړي، ایا په داسې فکر د سولې خوب ذلت نه دی؟»

د خلکو په باور او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ولسمشريزو ټاکنو یوه بل نوماند جو بایډن څرګندونو ته په کتو، افغانستان نور د امریکا لپاره مهم نه دی. د زرګونو طالب بندیانو خوشې کول او دې ډلې ته امتیاز ورکول په حقیقت کې ورته د خلکو له حقونو، د بیان له ازادۍ او د افغانانو د نورو ارزښتونو او لاسته راوړنو باج ورکول دي.

د کابل یو اوسېدونکی محمد وايي چې لس کاله د ناامنۍ له کبله خپل کلي ته نه دی تللی. د محمد په وینا، طالبانو څلور کاله وړاندې د ده یو خپل د غزني په قره‌باغ دښته کې یرغمل ونیوه او تر اوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ ډول معلومات نشته.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر پرون د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه وویل چې د ۵ زرو طالب بندیانو له ډلې ۴۴۰۰ یې خوشې شوي او ۶۰۰ نور چې جدي ستونزې لري، هېڅ قانون یې د خوشې کولو اجازه نه ورکوي. هغه له طالبانو غوښتي چې د یادو کسانو پر ځای بل نوملړ حکومت ته وسپاري.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له مخې، حکومت باید ۵ زره طالب بندیان او طالب ډله هم باید ۱۰۰۰ امنیتي ځواکونه خوشې کړي. طالبانو تر اوسه ۸۰۰ امنیتي ځواکونه راخوشې کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام