د ۲۰۱۵ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان په ۱۰۶ منډو له بنګله دیش څخه ماتې وخوړه.
ددی وړاندې افغانستان تیرکال په ایشیا کپ سیالیو کې کوربه لوبډلې بنګله دیش ته ماتې ورکړې وه.
افغانستان د بنګله دیش لخوا د ۲۶۸ منډو په ځواب په ۱۶۲ منډو وسوځیده.
دبنګلدیشۍ لوبډلې له پاره مشفق الرحيم او شکیب الحسن ښه منډې جوړې کړې، په پیل کې داسې ښکارېده چې بنګلدیش به په کمو منډو وسوزيږي خو ددوي په ملګرتيا بنګلدیش بریا خپله کړه
د افغانستان لپاره په لوبه کې شاپور ځدران ، حمید حسن ، افتاب عالم او میرویس اشرف دوه دوه ویکټې خو نبی عیسی خیل 43 او سمیع الله شینواری 42 منډې ترلاسه کړې او د نورو په پرتله ښه وځلیدل.
ټاکل شوې ده افغانستان خپله دویمه لوبه د فیبروري په ۲۲ مه نیټه په نیوزیلینډ کې له سریلانکا سره ترسره کړي





