
د سهار شاوخوا ۵ بجې دي او د ښار واټونه د بل هر وخت خلاف تش دي.
د باغ عليمردان بازار ته لاړو، د سیمې اوسېدونکي وايي، قصابان پهدې سیمه کې د مردارو او ناروغو پسونو غوښې پلوري.
له پوښتنو ـ ګروېږنو او ښکته ـ پورته کېدو وروسته مو د مردارو او ناروغو پسونو غوښې پلورلو ځای پیدا کړ.
دلته دقیقه په دقیقه د مردارو او ناروغو پسونو پلورل او اخېستل لاپسې ګرمېږي.
زه د داسې یو چا په لټه کې وم چې د دې تود بازار د کیفیت په اړه را سره یو څو خبرې وکړي، ټول د دې بازار له حالته او د مردارو پسونو له پېر و پلور ناراضه دي؛ خو په هېڅ صورت خبرو کولو ته نه حاضرېږي.
وېره لري چې د مردارو پسونو پلورلو په بدل کې ونه نیول شي. ټول اندېښمن دي او په سادهګۍ سره پهدې اړه خبرو کولو ته نه چمتو کېږي.
بالاخره وتوانېدلو په نرمو خبرو سره یو څو کسان خبرو کولو ته حاضر کړو.

د سیمې هټیوال چې هره ورځ د مردارو او ناروغو پسونو پېر و پلور لیدونکي دي؛ د دې بازار په اړه بېلابېلې څرګندونې لري.
د باغ عليمردان یو هټيوال اسدالله چې له ۷ کلونو راهیسې د مردارو او ناروغو پسونو پېر و پلور لیدونکي دی؛ وايي چې کوچیان هره ورځ دې ځای ته خپل مردار او ناروغ پسونه راولي چې په قصابانو او هوټلوالو یې په ټيټه بيه پلوري.
د باغ عليمردان اوسېدونکی شکرالله او هټیوال احمد وايي، د هوټلیانو او قصابانو ترڅنګ ځېنې وخت داسې هم شوي چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او نورو دولتي بنسټونو استازي راځي او لهدې ځایه غوښه اخلي.
د دوی په وینا، د بازار نه کنټرولول د دې لامل شوی چې هر څوک هر څه ترسره کولی شي او هر څه یې چې زړه وغواړي په نورو یې خرڅولی شي.
دوی دا هم وايي، که د یو پسه اصلي بیه ۷۰۰۰ افغانۍ وي، له مردارېدو وروسته په ۱۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
خو د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي کابل کې د مردارو پسونو د غوښې له پلورلو بېخبري ښيي او د مردارو پسونو پلورل ناممکنه کار بولي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د حیواني صحت عمومي رییس ادریس روف سلاموطندار ته وايي، د دوی پلاوی هره ورځ د سهار له ۴ بجو د کابل ښار ۲۲ ناحیو کې خپل کار پیلوي؛ خو تراوسه له داسې پېښې سره نهدي مخ شوي.
ښاغلی روف ژمنه کوي چې د دې موضوع څېړلو لهرپاره به ډېر ژر یو پلاوی ولېږي.
هغه زیاتوي، د مردارو مالونو غوښه حرامه او د قانون په اساس جرم دی.
لهدې مخکې هم بلخ، تخار، کندوز او څوو نورو ولایتونو کې د خره او سپي غوښې د خرڅولو په تړاو راپورونه خپاره شويوو چې په تړاو یې ځېنې کسان هم ونیول شول؛ خو دا لومړی ځل دی چې د کابل ښار په زړه کې د مردارو پسونو غوښې پلورل کېږي.





