د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ خلکو؛ هلته محلي پولیس او د طالبانو پر ضد پاڅون کوونکي په جنسي تېريو، د ولسي وګړو پر وژنې او له خلکو په شوکو تورن کړل.
د دې ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو نن ( دوشنبه) د محلي پولیسو له لورې د یو بزګر پر وژنه د ولایت مخې ته اعتراضي لاریون وکړ.
اعتراض کوونکو له ځان سره د وژل شوي بزګر مړی هم د ولایت مخې ته راوړی و.
اعتراض کوونکو همدا ډول تور پورې کړ، چې محلي پولیس له خلکو د پېسو د شوکې له پاره له لارو بې وسلې وګړي تښتوي او چې تر څو یې پېسې نه وي ورکړي؛ نو په شخصي زندانونو کې یې ساتي.
اعتراض کوونکو وویل، چې د شاولي په نوم وژل شوي بزګر له هیڅ کومې وسله والې ډلې سره اړیکې نه لرلې او په بشپړ ډول بې ګناه وژل شوی.
همدا ډول هغوی د غزنی د والي او امنیتي چارواکو سره په ناسته کې د وژنو، تېري، او شوکو په نورو لسګونو مواردو هم خبرې وکړلې .
د اندړ ولسوالۍ وسېدونکی حاجي ګلاب شاه وايي، کله چې خپل ناروغان روغتون ته وړي؛ نو په لارو کې یې محلي پولیس د طالبانوسره د اړیکو په تور نیسي او زوروي یې او بیا د ۴۰۰ زره افغانيو په بدل کې یې بېرته خوشې کوي.
ګلاب شاه همدا ډول وویل، چې دوی د ټوپک په زور کلېوال خلک وهي ټکوي، ډوډۍ پرې چمتو کوي او پېسې ترې را ټولوي.
د دې ولسوالۍ یو بل وسېدونکی مراز محمد هم وايي، چې محلي پولیس واده شوې ښځې له ځان سره وړي او خلک ګواښي چې پل یې ونه نیسي، ګنې وبه وژل شي.
مراز محمد همدا ډول وايي، چې محلي پولیس یې کلیوال ځوانان له کورونو او ځمکو له ځان سره وړي او بیا د خوشې کولو په بدل کې ترې د ۵۰۰ زره افغانيو غوښتنه کوي.
دهغه په وېنا خلک له دې حالته په تنګ راغلي دي.
د دې اعتراض کوونکو له ډلې یو بل تن شیرخان بیا وايي، چې لسګونه وارې محلي پولیسو او د وسله والو طالبانو په خلاف پاڅون کوونکو مېرمنې له ځان سره وړي او بیا یې د پېسو په بدل کې خوشې کړي دي.
د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخیل، د اعتراض کوونکو تورونه تایید کړل او زیاته یې کړه، چې ځېنې محلي پولیس او پاڅون کوونکي په تېريو، لار شکونه او دخلکو په زورونه کې لاس لري.
امرخیل زیاته کړه، چې د اندړ ولسوالۍ قوماندان ته یې سپارښتنه کړې، چې د دې ډلو ځېنې مشران دې ونیسي.
د امرخېل په باور له محلي پولیسو او پاڅون کوونکو د دولت ملاتړ په نا مستقیمه توګه له «طالب جوړونې» سره مرسته کوي.
امرخېل وویل، د اندړ د محلي پولیسو سرتېرو څو ورځې وړاندې یو ټکسي چلوونکی هم له ځانه سره وړی و، چې دوی په دې اړه بشپړ اسناد په لاس کې لري.
هغه ټېنګار وکړ، چې دا ډول خلک باید محاکمه شي.
امرخیل زیاتوي، چې د محلي پولیسو په لېکو کې ځېني ريښتيني کسان هم شته چې باید وستایل شي.
اندړ د غزني له نا امنه ولسواليو څخه یوه ده، چې په زیاتو کليو کې یې طالبان او پاڅون کوونکي خپل، خپل قوانين عملي کوي.





