.jpg)
په غور کې یوه امنیتي سرچینه وايي، امنیتي ځواکونو د مرغاب ولسوالي له ودانۍ او امنیې قومانداني نه شاتګ کړی دی.
دغې سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې اوس په یاده ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته نښته روانه ده.
خو د مرغاب یوشمېر اوسېدونکي وايي چې یاده ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د غور د دولتیار ولسوال محمدموسی کلیم وايي چې د مرغاب ولسوالي امنیه قوماندان له خپلو سرتېرو سره د دولتیار مرکز ته راغلی دی.
د نوموړي په وینا، تر اوسه درې سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د غور محلي او امنیتي چارواکي په دې اړه څه نه وايي.
خو د غور د عام نظم ساتنې د درېیمې لوا د کنډک قوماندان محمود اندرابي وايي، امنیتي ځواکونو د مرغاب ولسوالي مرکز پرېښی او په دفاعي سنګرونو کې دي.
هغه زیاتوي، تر اوسه طالبان نه دي توانېدلي چې د دې ولسوالي مرکز ونیسي.
د غور مرغاب ولسوالي تازه جوړه شوې ده. دغه ولسوالي تېر کال د دولتیار ولسوالي په سمک سیمه کې خپل فعالیت پیل کړ.





