وسلهوالو طالبانو تېره شپه د درېیم ځل لهپاره «ایخانم» ته تللې لار ونیوله.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، په دې نښته کې ۱۲ پولهساتي سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي چې د کمیسارۍ قوماندان هم د ټپیانو په ډله کې دی.
د نوموړي په وینا، د دې نښتو سره هممهاله یو هاوان د دشتقلعه ولسوالۍ، عربکاکل سیمه کې پر یوه کور لګېدلی چې له کبله یې د یوې کورنۍ څو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په همدېحال کې د کمیسارۍ قوماندان نن سهار د دشتقلعه سیمې له یو شمېر اوسېدونکیو سره د ولسوالۍ په روغتون کې نښتی چې د سیمې اوسېدونکیو په وینا، یاده نښته کې چاته زیان نهدی اوښتی.
د دشتقلعه ولسوالۍ اوسېدونکي دې پېښې اندېښمن کړي او ډېریو یې خپل کورونه هم پرې اېښي دي.
ویل کېږي، په هغو سیمو کې د طالبانو قانون چلېږي چې د دوی په ولکې کې دي او یوازې په تېرو څو ورځو کې یې څو ښځې بازار ته د تګ په تور وهلې ـ ډبولې دي.