پوره څلور ورځې کېږي، چې په هلمند ولایت کې د ذالفقار په نامه د چاڼيزو عملیاتو له امله د سیستاني سیمه د دولت د وسله والو مخالفینو له ولکې خلاصه شوې او استوګن یې نورو سیمو ته کډه شوي دي.
سیستاني د مارجې ولسوالۍ لویدیځ خواته پرته سیمه ده، چې شاوخوا ترې د خاورو او شګو غونډۍ راتاو دي او اقتصادي حالت یې نسبت نورو سیمو ته د اندېښنې وړ دی.
د دغې سیمې اوسېدونکي له جګړې وروسته له خورا بد حالت سره مخ دي، دوی وايي، په کور کې د د ماشومانو لپاره د خوراک هیڅ هم نه لري.
دوی د روغتيايي ستونزو تر څنګ د استوګنو د ځاینو له نه شتوالي هم شکایت کوي، بې ځایه شوي غوښتنه کوي، چې نړۍ او نور هېوادونه د همدې ډول جګړه ځپلو او ناورین ځپلو لپاره مرستې کوي، خو تر دوی او نورو اړمنو وګړو ولې نه ورسېږي؟
د مارجې ولسوال وایي، د سیستاني او تریخ ناورو له دواړو سیمو شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي، چې ډېرې کورنۍ خپلو خپلوانو کره تللې دي.
د مارجې ولسوال احمد شفیع سوله مل سلام وطندار ته وویل، د کډه شوې کورنۍ د خوراکي توکیو تر څنګ، پوښاکي توکیو او د استوګنو ځایونو ته جدي اړتیا لري.
د سوله مل په خبره، دا مهال د افغاني سرې میاشتې له لورې له ۹۰ کورنیو سره، د خیمو، ترپالونه، د اوبو د بوشکو او شړیو مرستې شوې دي.
د افغاني سرې میاشتې ولایتي مشر ډ اکټراسدالله مایار وایي، هڅه کوي، چې له اړمنو کورنیو سره نورې مرستې هم وکړي.
د یادولو ده چې د هلمند په شمالي او جنوبي ولسوالیو کې د ذالفقارپه نامه پراخ پوځي چاڼیزعملیات پیل شوي، خو د پرمختګ په اړه یې تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.





