افغان کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د کرکټ ملي لوبډلې تکړه ویکټ کیپربیټسمین شفیق الله شفق به د افغانستان (الف) کرکټ ملي لوبډلې کپټاني وکړي.
کرکټ بورډ لیکي، چې ټاکل شوې ده د یونس خان په کپټانۍ کی د خېبر پښتونخوا منتخبه کرکټ لوبډله راتلونکې اونۍ کابل ته راشي.
افغان کرکټ بورډ دغه راز د افغانستان (الف) او خېبرپښتونخوا منتبخو کرکټ لوبډلو ترمنځ د کېدونکو ټولټال ۸ سیالیو مهالویش هم اعلان کړ.
د ورکړل شوي مهالویش له مخې به د دواړو لوبډلو ترمنځ د سیالیو پېل په ۳ شل اوریزه لوبو وشي، چې ورپسی به ۵۳اوریزه یوه ورځنۍ او د سفر په پاې کې به دواړه لوبډلې ۲ څلور ورځنۍ سیالۍ هم تر سره کړي.
د کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شوي مهالویش له مخې به دغه سیالۍ د روانې "مې" میاشتې په ۲۹ مه نېټه پېل او د "جون" میاشتې تر ۱۵ مې نیټې به روانې وي.
د دواړو افغان (الف) او خيبرپښتونخوا کرکټ لوبډلو ترمنځ به لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه په ۲۹ مه نیټه، دویمه په ۳۰ مه او وروستۍ شل اوریزه لوبه په ۳۱ مه نېټه ترسره شي.
دغه راز د پنځوس اوریزه لوبو لومړۍ لوبه به د جون په ۲ مه ، ۴مه او او ۵ مه نیټه ترسره شي.
همدارنګه د دوه اړخیزه لوبو لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه به د (جون) میاشتې په ۷ مه نیټه او وروستۍ دویمه څلور ورځنۍ لوبه به د جون په ۱۲ مه پیل، چې تر ۱۵ مې نیټې به روانه وي.
افغان کرکټ بورډ وایي، ټولې سیالۍ به د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي چې د یوه کورني ټلویزیون له خوا به هم مینه والو ته خپرې شي.
د یادونې وړ ده، چې له خېبرپښتونخوا کرکټ لوبډلې سره د کېدونکو سیالیو ټول مصارف (الکوزي) شرکت په غاړه اخیستي دي، چې څو ورځې وړاندې یې له افغان کرکټ بورډ سره ۱۰ کلن د مالي ملاتړ(سپانسرشپ) تړون لاسلیک کړ.