دغه څلور پروژې ـ چې د میدان وردګو، کندوز، نورستان او ننګرهار په ولایتونو کې پلې کېږي ـ د سړکونو بیارغونه او جغلاچول پهکې شامل دي.
د ټولګټو وزارت ویاند مهدي روحاني نن د دې هوکړهلیک د لاسلیک پرمهال وویل چې د دې سړکو اوږدوالی شاوخوا ۶۰ کیلومتره ده او چارې یې په راتلونکیو څوو اوونیو کې د ۲۵۶میلیون افغانیو په ارزښت د کورنیو خصوصي رغنیزو شرکرکتونو له لوري پیلېږي.
په پام کې ده په څلورو ولایتونو کې د سړک د بیارغونې او جغلاچونې چارې تر راتلونکو یو کال بشپړې شي.
د ټولګټو وزارت ویاند همداراز وايي چې د ۳۵۰ متره په اوږدوالي د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ پخواني پل هوکړهلیک هم له کورني خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی چې په راتلونکیو ۶ میاشتو کې یې چارې بشړېږي.
د ټولګټو وزارت چارواکي وایي چې قرادادي شرکتونه مکلف دي چې د غه پروژې د هوکړهلیک له شرایطو سره سم په خپل ټاکلي وخت بشپړې کړي.