د ۱۷۸میلیونو په افغانیو ارزښت ۳ سړکونه جوړېږي

د فواید عامې وزارت نن کابل کې د ۱۷۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۳ پروژو تړونونه لاسلیک کړل. دا پروژې په ۳ ولایتونو کې د ۷۲ کیلومتره سرکونو جوړېدل، پر هغو کریړ اچول او ساتنه څارنه یې رانغاړي.  

د فواید عامې وزارت ویاند مهدي روحاني د یادو پروژو تړونونو له لاسلیک وروسته خبریالانو ته وویل چې د سړک‌جوړونې دا درې پروژې به په جوزجان، غزني او بامیانو کې پلې شي.

د ښاغلي روحاني په وینا، دا پروژې فواید عامې وزارت د کلیوالي لارو ملي پروګرام له لارې پلې کېږي او لګښت یې نړۍوال بانک پر غاړه اخېستی دی.

د فواید عامې وزارت ویاند زیاتوي، د دې پروژو کار به په راتلونکیو څوو ورځو کې پیل او له ۱۲تر ۱۴میاشتو کې بشپړېږي.

د فواید عامې وزارت چارواکیو په وینا، د دې پروژو په بشپړېدو سره سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام